د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د چورې ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

د چورې ولسوالۍ له سقوط سره مخ ده

Oct 01, 2017 - 10:31

  ترینکوټ(پژواک،۹تله۹۶): د اروزګان چارواکي وايي چې وسله وال طالبان د چورې ولسوالۍ پنځوس مترۍ ته رسېدلي، له امنيتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي او ٢٠سرتېري يې لاردکه شوي دي. 

 د چورې ولسوال امين الله خالقي پژواک اژانس ته وويل چې تېره شپه د نيازيو په سيمه کې د امنيتي ځواکونو يو قرارګاه سقوط شوې او د ملي اردو او پوليسو ٢٠سرتېري لاردکه دي.

 هغه وويل چې اوس مهال د ولسوالۍ د ودانۍ په ٥٠مترۍ کې جګړه روانه ده او تراوسه  ورسره  د اروزګان او مرکزي ادارې  له خوا هېڅ مرسته نه ده شوې.

 د اروزګان د ولايتي شورا غړي حيات الله فضلي وويل چې د چورې ولسوالۍ امنيتي حالت د اندېښنې وړ دى .

 ده وويل چې که حکومت ژر چورې ولسوالۍ ته امنيتي ځواکونه ونه لېږي ولسوالۍ به سقوط وکړي . 

بلخوا د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې د چورې ولسوالۍ محاصره ده او تېره شپه يې پر دغې ولسوالۍ د بريد پرمهال اووه پوستې نيولې او يوشمېر سرتېري يې وژلي دي

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement