د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

اروزګان کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

اروزګان کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

Oct 02, 2017 - 12:51

ترينکوټ (پژواک، ١٠ تله ٩٦): چارواکي وايي چې د اروزګان په چورې ولسوالۍ کې د روانو عملياتو په ترڅ کې لسګونو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د اروزګان امنيه قوماندان مل پاسوال رحمت الله صديقي د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پر چورې ولسوالۍ د وسله والو طالبانو بريدونه پر شا تمبول شوي او د هغوى د ځپلو لپاره عمليات روان دي.

د هغه په وينا، تېره شپه د دې ولسوالۍ په نيازو او کلاراغ سيمو کې د هوايي او ځمکنيو بريدونو پر مهال د ځینو قوماندانانو په ګډون ٣٠ وسله وال وژل شوي او ١٥ نور ټپيان دي.

صديقي وايي چې د يو شمېر وژل شوو کسانو مړي هم د جګړې په ډګر کې پاتې دي.

دى وايي چې ولسوالي اوس د وسله والو له ګواښه وتلې او وسله وال لرو سيمو ته تللي دي.

هغه په دغو عملياتو کې د دولتي ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه وايي.

د چورې ولسوال امين الله خالقي وايي چې امنيتي وضعيت تر پخوا ښه شوى او له تېرې شپې راهيسې په هوايي او ځمکنيو عملياتو کې ډېر پرمختګ شوى دى.

خو طالبان بيا په چورې ولسوالۍ کې له دولت څخه د زياتو سيمو د نيولو او ۲۶ سرتېرو د وژلو خبر ورکوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement