د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه

د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونه پرانيستل شوه

Oct 02, 2017 - 17:08

کابل (پژواک،١٠تله٩٦): حکومتي چارواکو د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونې څخه چې نن پرانيستل شوه، خپل ملاتړ اعلان کړ او د يادې شوې خونې چارواکو له خلکو څخه وغوښتل چې د افغان مېرمنو له توليداتو څخه دې کار واخلي.

د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونه، نن په کابل کې د ولسمشر د مېرمنې رولا غني، د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري او څو نورو چارواکو له خوا د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې پرانيستل شوه.

د دغې خونې مشرې منيژې وافق په نننيو مراسمو کې وويل، د مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونه چې له ٨٥٠ ډېرې سوداګرې مېرمنې په کې ثبت شوې دي، د مېرمنو د سوداګرۍ د ودې او په دې برخه کې د ستونزو د حل په موخه جوړه شوې ده.

نوموړې زياته کړه، نن د سوداګرۍ او صنايعو په برخو کې ډېر شمېر مېرمنې ونډه لري او اړتيا ده چې د حکومت له خوا يې ملاتړ وشي.

هغې خلکو ته په خطاب کې وويل: "په مهربانۍ سره زموږ مېرمنو توليدات واخلئ، موږ سوداګري کوو، توليد کوو او تاسو زموږ توليدات وپېرئ... مېرمنې داسې توليدات لري چې د اخيستلو وړتيا لري."

ولسمشر محمد اشرف غني په هغه ويډيو يي پيغام کې چې په نننيو مراسمو کې خپور شو، د افغان مېرمنو د سوداګرۍ او صنايعو خونې پرانيسته په هېواد کې د پانګونې او سوداګرۍ د پرمختګ لپاره يو نوى څپرکى وباله.

ولسمشر وويل، سوداګرې مېرمنې د صنعت او سوداګرۍ په ډګرونو کې فعاله ونډه لري او حکومت له دوى څخه هر ډول ملاتړ ته چمتو دى.

هغه زياته کړه، د هېواد په لوړه اقتصادي شورا کې د مېرمنو شتون، د سوداګرو او پانګوالو مېرمنو د بنسټيزو ستونزو د حل لپاره يو مناسب فرصت دى.

په نننيو مراسمو کې د ولسمشر مېرمنې رولا غني هم د دغې خونې پرانيسته په هېواد کې د مېرمنو د سوداګرۍ د ودې لپاره يو غښتلى ګام وباله.

د هغې په وينا، د دغې خونې جوړېدل، سوداګرۍ او صنعت ته د مېرمنو د لا ډېرې هڅونې ترڅنګ د مېرمنو سوداګرېزې چارې تر پخوا لا برابرېږي او د هغوى د ستونزو حل ته پاملرنه ډېرېږي.

رولا غني هم له خلکو څخه وغوښتل چې د مېرمنو له توليداتو کار واخلي او سوداګرې او صنعتکارې مېرمنې دې وهڅوي.

مېرمنې غني له افغان مېرمنو وغوښتل چې جرئت دې وکړي، په مختلفو برخو کې دې کار وکړي او د هېواد د اقتصاد په وده کې دې فعاله ونډه واخلي.

د ښځو چارو وزيرې دلبر نظري  د ياد شوې خونې پرانيستل په اقتصادي ډګر او د مېرمنو د ځان بسنې په برخه کې د هغوى د رهبرۍ د پراختيا لپاره ارزښتمن وباله.

هغې وويل، په اقتصادي برخو کې د مېرمنو ونډه د حکومت يو لومړيتوب دى او حکومت په ځانګړې توګه د ښځو چارو وزارت له سوداګرو او صنعتکارو مېرمنو څخه ټينګ ملاتړ کوي.

د دې په خبره، د مېرمنو د سوداګرۍ وده، د ښځو چارو وزارت د ملي کاري پلان يو لومړيتوب دى او دغه وزارت د مېرمنو د اقتصادي حقوقو ستراتيژي هم جوړه او د تصويب لپاره يې ولسمشر ته استولې ده.

نظري زياته کړه، افغان مېرمنې لا هم په مختلفو برخو کې له ډېرو ستونزو سره، لکه کلتوري خنډونو، پورونو او بازار موندنو ته نه لاسرسي سره مخامخ دي.

د دې په خبره، مېرمنې د هېواد د کاري ځواک ٢٩سلنه جوړوي چې ٢٦سلنه يې د کرنې او پاتې نور يې په نورو برخو کې په کار لګيا دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement