د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

هلمند کې هوايي برید ۲۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

هلمند کې هوايي برید ۲۱ امنیتي سرتېرو ته مرګ ژوبله اړولې

Oct 02, 2017 - 09:20

تعقيبي- لښکرګاه (پژواک، ١٠ تله ۹۶): په هلمند ولایت کې د هوایي بمباریو له امله نهه سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د تلې په ١٠مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دا پېښه پرون مازدیګر د ګرشک ولسوالۍ د ده ادم خان په سیمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زیاته کړه چې په یاده سیمه کې پر دولتي ځواکونو هوایي برید شوی چې له امله يې نهه سرتېري وژل شوي او ١٢ نور ټپيان دي.

دا چې دغه بمبار د افغان او که د نړیوالو ځواکونو له خوا شوی، ځواک یې په اړه معلومات نه درلودل.

خو په دغه ولایت کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتي دفتر مرستیال جګړن عبدالقدیر بهادرزي پژواک ته وویل چې هوایي برید د دوی الوتکو د ملي امنیت د ناسمو معلوماتو پر اساس کړی دی.

هغه وایی چې په دغه برید کې پولیس او د سنګوریانو په نامه ځانګړي ځواک ته مرګ ژوبله اوښتې ده، خو شمېر یې په ډاګه نه کړ.

یوې بلې امنیتي سرچینې پژواک ته وویل چې په دغه هوایي برید کې ۱۰ سرتېري وژل شوي او یو شمېر نور ټپيان دي.

سرچینه وایي چې د هلمند والي له بهرنیو ځواکونو سره په دې اړه پرون بېړنۍ ناسته هم کړې وه.

د یادونې ده، څو میاشتې مخکې هم په هلمند د هوایي برید له امله یو شمېر سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement