د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اولمپیک اسیایي سیالیو مډال راوړونکو لوبغاړو ته تقدیرنامې ورکړل شوې

د اولمپیک اسیایي سیالیو مډال راوړونکو لوبغاړو ته تقدیرنامې ورکړل شوې

Oct 03, 2017 - 21:48

کابل (پژواک ١١ تله ٩٦): ولسمشر غني د اولمپیک اسیایي سیالیو مډال راوړونکو لوبغاړو ته افتخاري تقدیرنامې ورکړې.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني، نن سهار د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره شویو سیالیو کې د هېواد مډال راوړونکو لوبغاړو ته پر منظور شویو جایزو سربېره افتخاري تقدیرنامې هم ورکړې.

سرچينه کاږي، په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، په پیل کې د اولمپیک ملي کمېټې رئیس ظاهر اغبر د هېواد ورزش ته  د جمهور رئیس د پاملرنې او اسیایي بین المللي سیالیو کې د افغان لوبغاړو د ګډون په موخه د ځانګړې شوې بودجې له امله د حکومت او په ځانګړي ډول د جمهور رئیس مننه وکړه.

نوموړي وویل، افغان لوبغاړو د سرو زرو یو، سپینو زرو یو او برنزو لس مډالونو په ترلاسه کولو سره د ۶۲ هېوادونو په منځ کې ۲۶ مقام ترلاسه کړ. 

هغه زیاته کړه، افغان لوبغاړو په دغو سیالیو کې د ښه لوبېدو او ځلېدو له امله افغانستان ته ویاړ ور په برخه کړ.

وروسته د جوجیتسو په برخه کې د سرو زرو مډال ګټونکي حسین بخش صفري د خبرو پرمهال د افغانستان خلکو او  په ځانګړي ډول د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د دغې بریا د ترلاسه کولو مبارکي وویله.

همداراز، د ترکمنستان هېواد د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه په ترسره شویو سیالیو کې د موی تای په برخه کې د برنزو مډال ګټونکې زهره رضایي د اسیایي بین المللي لوبو د رسمي پرانیستې مراسمو کې د جمهور رئیس د ګډون مننه وکړه او د خپلې بریا له امله یې افغان مېرمنو ته چې د دوی په استازیتوب یې په دغو سیالیو کې ګډون کړی وو، مبارکي وویله.

همدارنګه د افغانستان د فتسال ملي ټیم غړي دین محمد صوفي د خپلو خبرو پرمهال د هېواد ورزش او په ځانګړي ډول فتسال برخې ته د جمهور رئیس د ځانګړې پاملرنې غوښتنه وکړه.

ولسمشر په اسیایي سیالیو کې افغان مډال ګټونکو لوبغاړو ته د مبارکۍ پرمهال وویل: "تاسې د خپلو دغو لاسته راوړنو له امله د افغانستان ویاړ یاست، له افغان ولس سره خپلې کړې ژمنې مو پوره کړې او همدارنګه یې د لوبغاړو د وحدت، همکارۍ او انسجام قدرداني هم وکړه."

غني څرګنده کړه، په تاریخ کې بیا بیا موږ او دا ځل تاسو ثابته کړه، کله چې افغانان په  اتحاد او اتفاق هدفمند مخته لاړ شي، هیڅ شی یې مخه نه شي نیولی.

هغه د برنزو مډال ګټونکې زهرې رضایي  څخه په دغو سیالیو کې د هغې د بریا او د افغان ښځو د ښه استازیتوب له امله، مننه وکړه.

ولسمشر د پیاوړو ورزشي بنسټونو جوړولو او پلازمېنه عشق اباد کې د اولمپیک اسیایي شورا رئیس شیخ احمد الفهد الصباح  سره کتنې ته په اشارې وویل: "په دې اړه مې له هغه سره اوږدې خبرې لرلې، په راتلونکو دوو میاشتو کې د اولمپیک استازي افغانستان ته راځي چې د هغوی په حضور کې به  د قانون مطابق  موږ په اساسي توګه د ورزش بنسټ کېږدو."

اشرف غني وویل، په راتلونکو دوو میاشتو کې به له تاسو سره په ګډه د افغانستان د ورزش د پیاوړتیا لپاره اصلي او اساسي نقشه رامنځته کړو، ترڅو  د افغانستان د ورزشکارانو پوره اعتماد ترلاسه شي.  

وروسته د جمهور رئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر د ترکمنستان د رزمي هنرونو او ورزشي سالون دننه ترسره  شویو سیالیو کې د هېواد مډال راوړونکو لوبغاړو ته د افتخاري تقدیرنامو د ورکړې په اړه د جمهور رئیس حکم ولوست.

مډال ګټونکو لوبغاړو ته د افتخاري تقدیرنامو له ورکړې وروسته جمهور رئیس اړوندو مسوولینو ته لارښونه وکړه، چې  د لوبغاړو ترڅنګ دې لوبډلو، د هغوی رزونکو او استادانو ته چې شپه او ورځ زحمت ګالي، هم تقدیرنامې ورکړل شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement