د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلې بنګله دېش ته بيا ماتې ورکړه

د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ لوبـډلې بنګله دېش ته بيا ماتې ورکړه

Oct 04, 2017 - 15:36

کابل (پژواک، ١٢ تله ٩٦) : د افغانستان د ١٩ کلنو کرکټ ملي لوبډلې په څلورمه يوه ورځنۍ لوبه کې د بنګله دېش ١٩ کلنې لوبـډلې ته يو ځل بيا ماتې ورکړه.

د افغانستان کرکټ بورډ وياند فريد هوتک د تلې په ١٢مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، د افغانستان ١٩ کلنو لوبډلې لومړى توپوهنه وکړه او ټوله لوبډله په ٤٥ اوورونو کې په ١٣٣ منډو وسوځېدله.

د افغانستان له لوري نثار وحدت په زړه پورې لوبه وکړه او ٥٣ منـډې يې جوړې کړې، دغه راز دروېش رسولي ٢٣ او نوين الحق ١٦ منډې جوړې کړې.

هوتک وايي، د بنګله دېش د ١٩ کلنو لوبـډلې لوبغاړو د افغان توپ اچوونکو مقابله ونه شو کړاى او ټوله لوبډله يې په يو دېرشم اوور کې په ٨٨ منډو  وسوځېدله او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٤٥ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې له خوا مجيب ځدراڼ په زړه پورې توپ اچونه وکړه او د بنګله دېش ٧ لوبغاړي يې وسوځول، نوموړى د لوبې غوره لوبغاړى اعلان شو.

تر دې مخکې هم افغانستان او بنګله دېش دواړو يوه يوه لوبه ګټلې وه او يوه لوبه د باران له امله بې پايلې پاتې وه.

د ١٩ کلنو ملي لوبډله د اسيا او نړيوال جام سياليو د چمتووالي په موخه له بنګله دېش سره دوستانه لوبې کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement