د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

پکتيا کې اته روغتيايي کلينيکونه تړل شوي

پکتيا کې اته روغتيايي کلينيکونه تړل شوي

Oct 04, 2017 - 17:34

 ګردېز(پژواک، ١٢ تله ٩٦) : د پکتيا ځينې چارواکي وايي چې د دغه ولايت په څو مهمو او ګڼ نفوسه ولسواليو کې اته روغتيايي کلينيکونه بند دي.

د دغه ولايت د ولايتي شورا منشي حفيظ الله مبارز پژواک خبرى اژانس ته وويل چې د دې روغتيايي مرکزونو لګښت ځينو موسـسو ورکاوه، خو دا چې له څه مودې راهيسې هغه موسـسې فنډ نه ورکوي، نو له امله يې ياد اته کلينيکونه تړل شوي او هېڅ ډول روغتيايي خدمتونه نه وړاندې کوي.

مبارز  د عامې روغتيا رياست د نوي رييس د پېژندګلوۍ غونډې په ترڅ کې د ځاځي اريوب او څمکنيو د لويو ولسواليو مرکزي روغتونونه ته هم د جدي پام غوښتنه وکړه او ويې ويل چې ياد دواړه روغتيايي مرکزونه د شل، شل بستره ظرفيت لري، خو د ګاونډيو څو ولسواليو د خلکو او ناروغانو پر وړاندې ډېر کم دي.

ده وويل:((په ډېرو مهمو ولسواليو کې موږ اته کلينيکونه بند لرو، دې کلينيکونو ته پخوا د کومې موسسې له خوا فنډ ورکول کېده، خو اوس د خلکو په مخ بند دي او هېڅ صحي خدمات نه وړاندې کيږي، همدارنګه زموږ د دوه مرکزي ولسواليو شل بستريز کلينيکونه هم کفايت نه کوي؛ ځکه د نورو ډېرو سيمو مريضان ورته مراجعه کوي.))

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي هم په دغه ولايت کې روغتيايي اسانتياوې ډېرې کمې بولي او نيوکه کوي چې ياد ولايت ته اوس هم د دوه لسيزو پخوا په حساب د کمو ناروغانو دارو، درمل او نور روغتيايي امکانات ورکول کيږي.

سهي وويل:((د افغانستان نفوس له اوولس ميليونو څخه دوه دېرش ميليونو ته ورسېد، خو د پکتيا نفوس اوس هم د مرکز له نظره د هماغو پخوا زمانو څلور سوه او پنځوس زره دی او له دې نه زياتيږي، په داسې حال کې چې اوس په دغه ولايت کې له يو ميليون زیات خلک اوسيږي؛ پکتيا کې سل کسه ناروغانو ته د شل کسانو درمل ورکول کيږي، تاسو فکر وکړئ چې دا بسنه کوي؟!))

ګډونوالو د پکتيا د ملکي ولايتي روغتون خدمتونه هم نيمګړي ياد کړل او ټينګار يې وکړ چې د دې سل بستريز روغتون طبي وسايلو او صحي پرسونل د کموالي ستونزې دې هوارې شي.

د پکتيا د عامې روغتيا نوي رييس ډاکټر ولايت خان احمدزي، چې تر دې وړاندې يې هم په دغه ولايت کې کار کړی، وويل چې په لجه منګل، ځاځي اريوب او څمکنيو ولسواليو کې تړل شوي دا اته کلينيکونه به بېرته ژر فعاله شي.

احمدزی وايي:((دا مسئله موږ له عامې روغتيا وزارت سره شريکه کړې ده او اينده کې چې د پکتيا کوم پرپوزل ورکول کيږي، په هغه کې به هم شامل شي؛ اوس WHO د اېم ار سي اې پروژې والا ته ويلي چې عاجل موږ ته د دغو کلينيکونو پرپوزل جوړ کړئ، نو ستونزه به په مياشت يا يوه نيمه کې حل شي.))

دمګړۍ په پکتيا کې د سرې مياشتې د يوه کلينيک په ګډون ۴۷ روغتيايي مرکزونه، يو په نشه يي توکو د روږدو روغتون او  نهه ګرځنده روغتيايي ټيمونه فعاليت کوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement