د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"اروپايي هېوادونه دې په زوره د افغان کډوالو اېستل ودروي"

"اروپايي هېوادونه دې په زوره د افغان کډوالو اېستل ودروي"

Oct 05, 2017 - 17:25

کابل (پژواک، ١٣ تله ٩٦): د بښنې نړيوال سازمان، له اروپايي هېوادونو په زوره د افغان کډوالو پر ايستلو د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، پر دې سربېره چې په افغانستان کې خطرونه ډېر شوي؛ خو اروپايي هېوادونو په زوره د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده.

د بښنې نړيوال سازمان د "له اروپا څخه افغانستان ته د کډوالو ستنول، خطر ته په زوره ستنول." تر نامه لاندې نن په خپل نوي خپاره کړي راپور کې ويلي چې اروپايي هېوادونه شا وخوا ١٠ زره افغانان د مرګ او شکنجې له خطر سره مخ کوي.

په دغه راپور کې چې د نهو مياشتو په موده کې چمتو شوى له يو شمېر راشړل شوو افغانانو او هغو افغان کډوالو سره چې په اروپايي هېوادونو کې د راشړل کېدو له خطر سره مخ دي؛ مرکې شوې او دوى ويلي، پر دې سربېره چې د افغانستان وضعيت خطرناک شوى؛ ورسره له اروپا د کډوالو د شړلو شمېر هم زيات شوى دى.

د بښنې نړيوال سازمان وايي، اروپايي ټولنه تېروتنه کوي چې ګني د افغانستان ځينې برخې امنه دي، په داسې حال کې چې د افغانانو لپاره ٢٠١٦ زېږديز کال تر ټولو خونړۍ کال و او ٢٠١٧ کال هم تېر کال ته ورته مرګ ژوبله لري.

په دغه راپور کې چې نن په يوه خبري ناسته کې د ياد نړيوال بنسټ له لوري خپور شو، راغلي چې په ٢٠١٥ زېږديز کال کې له اروپايي هېوادونو ٣٢٩٠ کډوال ايستل شوي، خو په ٢٠١٦ کال کې دغه شمېر ٩٤٦٠ کسانو ته رسېدلى، چې شا وخوا درې برابره لوړوالى په ګوته کوي.

د راپور په بله برخه کې راغلي، د افغان کډوالو د ستنولو لړۍ په داسې حال کې چټکه شوې چې په ٢٠١٦ کال کې د يوناما د راپور پر بنسټ؛ افغانستان کې ١١٤١٨ ملکي وګړي وژل شوي او په ٢١٠٧ کال کې دغه شمېر لاپسې لوړ شوى دى.

د اسيا په سوېل کې د بښنې نړيوال سازمان مرستيال عمر ورايچ (Omar Waraich)، د افغان کډوالو د ايستلو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي، چې په دې وروستيو کې اروپايي هېوادونو د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ چټکه کړې ده.

نوموړي د دې خبرې په څرګندولو سره چې افغانستان لا هم د کډوالو لپاره خوندي ځاى نه دى، وويل چې د بښنې نړيوال سازمان د اروپا پارلمان او نورو نړيوالو سازمانونو سره يوځاى د افغان کډوالو د ايستلو لړۍ د درولو په اړه خبرې اترې کړې دي.

د افغانستان په چارو کې د بښنې نړيوال سازمان محقق حوريه مصدق وويل: "د افغانانو په زوره شړل او داسې يوه هېواد ته د دوى ستنول چې په کې شکنجه، تښتونې، مرګ او سرغړونې خپل اوج ته رسېدلې، اروپايي هېوادونه د کډوالو ژوند له خطر سره مخ کوي او پر دوى د ايستلو لپاره فشار واردوي، چې د کار له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه ده."

نوموړي د دې خبرې د څرګندولو ترڅنګ چې په دې اړه يې د اروپايي دولتونو د پارلمان له غړو سره هم خبرې کړې؛ له اروپايي دولتونو غوښتنه کړې چې د افغان کډوالو په اړه خپلې پاليسۍ ته بدلون ورکړي؛ له هغه پرته له نړيوالو قوانينو ښکاره سرغړونه کېږي.

د ياد راپور د لا ډېرو جزياتو لپاره دلته کېکاږئ

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement