د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

دافغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې له بنګله دیش څخه د پنځو لوبو لړۍ وګټله

دافغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې له بنګله دیش څخه د پنځو لوبو لړۍ وګټله

Oct 06, 2017 - 20:03

کابل (پژواک، ۱٤ تله ۹۶) : د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې په پنځمه یوه ورځنۍ لوبه کې هم د بنګله دیش ۱۹ کلنې لوبډلې ته په ماتې ورکولو سره ددې لوبو لړۍ وګټله.

دافغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې نن په پنځمه یوه ورځنۍ لوبه کې لومړۍ توپوهنه وکړه او په ټاکل شویو ۵۰ اورونو کې یې د ۶ لوبغاړو په سوځیدلو سره ۲۳۹ منډې جوړې کړې او بنګله دیش ته یې د۲۴۰ منډو هدف ورکړ.

دافغانستان له لوري ابراهیم ځدران ۸۳ او درویش رسولي ۷۵ منډې جوړې کړې.

دبنګله دیش ۱۹ کلنې لوبډلې  یاد هدف ترلاسه شو نه کړای او ټوله لوبډله يې په نهه څلویښتم اوور کې به ۲۰۵ منډو وسوځیدله.

دافغانستان له لوري وفادار مومند ۴، قیس درې او مجیب الرحمن درې لوبغاړي وسوځول، درویش رسولي ددې لوبې غوره لوبغاړی اعلان شو.

تر دې مخکې افغانستان دوه او بنګله دیش یوه لوبه ګټلې وه او یوه لوبه دباران له امله بې پایلې پاتې وه.

 

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement