د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر خلک د کابل- ګردېز پر لاره د نا امنۍ له ډېرېدو شکایت کوي

د لوګر خلک د کابل- ګردېز پر لاره د نا امنۍ له ډېرېدو شکایت کوي

Oct 07, 2017 - 16:24

پل علم (پژواک، ١٥ تله ٩٦): د لوګر ځیني خلک او د ولايتي شورا غړي وايي چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د کابل- ګردېز لويه لار نا امنه شوې او ډېرى وخت طالبان په کې موټر تلاشي کوي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي حسيب الله ستانکزي د تلې په ١٥مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د کابل- ګردېز پر لويه لار د لوګر په مربوطاتو کې طالبان هره ورځ بريدونه کوي چې د دې لارې مسافر یې له ستونزو سره مخ کړي دي.

هغه وايي: ((پوليس د دې لارې د امنيت ساتلو مسووليت لري خو په خپله وظيفه کې پاتې راغلي دي.))

دغه راز د ولايتي شورا بل غړي سيد قريب الله سادات هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې هره ورځ وسله وال طالبان سړک ته را وځي او د خلکو موټر تلاشي کوي.

هغه وويل چې د لوګر ډېرې سيمې د وسله والو طالبانو په کنټرول کې دي او اوس غواړي چې لويې لارې هم په خپل کنټرول کې راولي.

د ولايتي شورا يادو غړو د خپلو خبرو د ثبوت لپاره مشخص څه وړاندې نه کړل خو زياته یې کړه چې په دې برخه کې خلکو ورته شکايتونه کړي او امنيتي چارواکي يې بايد د حل لپاره اقدام وکړي.

د مرکز پل علم اړوند د علي خان کلا اوسېدونکي محمدالله پژواک ته وويل: ((هره ورځ طالبان سړک ته وځي او پر نظامي موټرو حملې کوي چې بيا جګړه شروع کېږي.))

د هغه په وينا، څو ورځې وړاندې هم د کابل- ګردېز پر لويه لار د طالبانو او امنيتي ځواکونو تر منځ جګړه پيل شوې وه چې د جګړې دواړو لورو ته سلګونه موټر او خلک بند پاتې وو.

د کابل- ګردېز لويې لارې يو موټر چلوونکي زاهدالله پژواک ته وويل چې د دې لارې امنيت خراب شوى، هر سهار او مازديګر پرې جګړه وي.

هغه وايي: ((د لارې په اوږدو کې پوستې شته خو بيا هم طالبان حملې کوي، خلک بېخي په ډار کې دي، سهار وختي او له مازديګر نه وروسته څوک پر دې لاره تګ راتګ نه کوي.))

خو د لوګر حکومتي چارواکي بيا دغه څرګندونې ردوي.

د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ وياند شاپور احمدزي پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونه د لويو لارو د امنيت په خونديتوب کې بريالي دي.

ده وويل چې په دې برخه کې هر ډول تورونه په کلکه ردوي.

دغه راز د لوګر د والي وياند سليم صالح پژواک ته وويل چې د دغه ولايت په مربوطاتو کې د کابل-ګردېز پر لويه لاره په هره سيمه کې پوستې شته او امنيت يې نيولى دى.

هغه زياته کړه: ((پياده سرتېري او کله کله زموږ سيار ګروپونه هم ګزمې کوي، دومره خاص مشکل نشته.))

د صالح په وينا، کله نا کله وسله وال طالبان سړک ته نږدې غلچکي بريدونه کوي خو تر اوسه پر دې نه توانېدلي چې سړک د څو ساعتونو لپاره بند کړي.

ده هم وويل چې د ولايتي شورا او عامو خلکو څرګندونې په دې برخه کې بې بنسټه دي او د دې ډول خبرو له کولو بايد ډډه وشي.

د کابل- ګردېز لويه لار، جنوبي زون له مرکز کابل سره نښلوي او ٩٥ کيلومتره یې د لوګر په خاوره کې تېره ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement