د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د هند لومړۍ لويه برخه غنم د چابهار له لارې افغانستان ته را ورسېدل

د هند لومړۍ لويه برخه غنم د چابهار له لارې افغانستان ته را ورسېدل

Nov 11, 2017 - 16:20

زرنج (پژواک،٢٠ لړم ٩٦): د هند د مرستې شاوخوا ١٥زره متريک ټنه غنمو لومړى کاروان د ايران د چابهار بندر له لارې افغانستان ته راورسېد.

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت سرپرست، نصير احمد دراني د چابهار بندر د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د غنمو د دې برخې په را رسېدو سره د سيمې د هېوادونو په اړيکو کې بل څپرکى پرانيستل شو.

نوموړي وويل چې په ياده ستره جوپه کې ١٤٨٣٢ متريک ټنه غنم را لېږدول شوي چې د هېواد په ٧ ولايتونو کې به زېرمه شي. هغه زياته کړه چې په چابهار سيمه کې د افغانستان، هند او ايران ملګرتيا به د سوداګرۍ د پراختيا لپاره ښه فرصت رامنځته کړي.

افغانستان، هند او ايران يونيم کال وړاندې د چابهار درې اړخيزه موافقه لاسليک کړه چې له مخې يې افغانستان او هند خپلې سوداګريزې راکړې ورکړې د ايران د چابهار بندر له لارې ترسره کولاى شي.

د ترانسپورټ وزارت سرپرست حميد طهماسي وويل چې چابهار له اقتصادي پلوه ډېر ارزښت لري چې نن يې افغانستان د منځنۍ اسيا په وچه کې ايسار هېوادونه په خپلو کې  د سوداګريزو مالونو پر يوه بندر بدل کړى او افغانستان، هند او ايران له دې لارې ميلياردونه ډالر عايد ترلاسه کولاى شي.

نوموړي وويل چې د ياد بندر بله اقتصادي ځانګړنه کم لګښت او لارې لنډوالی دی او زياته يې کړه چې چابهار د کراچۍ او بندر عباس په پرتله د وارداتي او صادراتي مالونو غوره، لنډه او ارزانه لار ده؛ افغان سوداګرو ته دا موکه برابروي چې خپل مالونه ٢٠سلنه په لنډ وخت کې صادر کړي او له مخې يې سوداګرو ته هر کانټېنر مال له ٥٠٠ تر١٠٠٠ امريکايي ډالرو پورې ښکته تمامېږي.

د نيمروز والي محمدسميع وويل چې د چابهار بندر له لارې افغانستان ته د هند د بلاعوضه مرسته شوو غنمو لومړۍ برخې را رسېدل د افغانستان، ايران او هند د دوستۍ يوه بله پاڼې اړوي.

هغه زياته کړه چې د چابهار بندر په پرانېستلو سره به په زرګونه کاري موکه رامنځ ته شي، درې واړو هېوادونو ته به مېليارډونه ډالر ګټه ولري او سربېره پردې، د چابهار بندر له سياسي او اقتصادي پلوه د سيمې ترټولو غوره ټرانزيټي قطب ګڼل کېږي.

نوموړي زياته کړه چې افغانستان پخوا د کراچۍ او عباس بندرونو له لارې له اوبو سره وصل و، خو د چابهار بندر په پرانيستلو سره افغانستان د اوبو له نږدې بندر سره نښلوي او دا ډېره مهمه ده چې افغانستان پر نورو له تکيې څخه خلاص شوى دى او له دې وروسته به د کراچۍ په بندر پورې نه وي تړلى.

هغه وويل چې د درې واړو هېوادونو ملګرتيا له امله واردات او صادرات ډېر شوي او زياته يې کړه چې په دغه کار سره به د درې واړو هېوادونو سوداګر وهڅول شي چې پانګونې ډېرې او سوداګرو ته به ښې موکه رامنځ ته کړي.

په افغانستان کې د ايران سفير محمد رضا بهرامي چې په دغو مراسمو کې يې خبرې کولې وويل: "موږ نن دلته د دې لپاره راټول شوي يو چې سيمه ييزه نښلونه له دې ځايه پيل شوې، درې اړخيز هوکړه ليک او له چابهار بندره کار عملاً پيل شوى دى."

هغه وويل چې د چابهار د وړتياوو زياتېدو لپاره دې هڅه وشي او زياته يې کړه چې د چابهار بندر وښوده چې سيمه ييزه ملګرتيا شونې ده او ويې ښوده چې د يو او بل په مرستې سره له لېږد، اقتصادي ودې او د خلکو د ژوند له ښه کېدو سره مرسته کولاى شي او د خپل راتلونکي نسل لپاره غوره راتلونکې په ميراث پرېږدي.

هغه زياته کړه چې سيمه هغه مهال ودانېږي چې د سيمې ټول هېوادونه يو او بل ته د دوستۍ او ملګرتيا لاسونه ورکړي او ګډ ژوند له ګډې ملګرتيا سره تړاو لري او ملګرتيا بايد سيمه ييزه وي.

په افغانستان کې د هند سفير منپريت وهرا؛ افغانستان ته د هند د مرسته شويو غنمو د لومړنۍ جوپې رسېدو له امله د افغانستان خلکو ته مبارکي وويله او زياته يې کړه چې تر فبرورۍ مياشتې پورې به ١١٠زره نور غنم هم د چابهار بندر له لارې افغانستان ته ورسېږي.

نوموړي وويل چې د چابهار بندر اهميت د افغانستان خلک له نړيوالو مارکيټونو سره نښلولاى شي ، هغه همدا راز وويل  چې د صادراتو او وارداتو په اړه د افغانستان، ايران او هند ترمنځ به هېڅ ډول محدوديت رامنځ ته نه شي.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement