د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ډېزل تېلو، بورې، قزاقي اوړو او غوړيو بيې لوړې شوې دي

د ډېزل تېلو، بورې، قزاقي اوړو او غوړيو بيې لوړې شوې دي

Nov 11, 2017 - 15:01

کابل (پژواک، ٢٠ لړم ٩٦): کابل ښار کې نن د تېرې شنبې په پرتله د ډېزلو، بورې، قزاقي اوړو او غوړيو بيې لوړې شوې دي.

د کابل ښار د وزيراباد د تېلو ټانک يوه کارکوونکي عبدالهادي پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د يوه لېتر ډېزل تېلو بيه په نړيوالو بازارونو کې د بيو لوړېدو په سبب  له ٤٦ نه ٤٧ افغانيو ته لوړه شوې ده.

خو نوموړى وايي چې نن د تېرو اوو ورځو په څېر د يوه لېتر پټرول تېلو بيه ٤٦ افغانۍ ده.

د لرګيو او اوبلن ګاز په بيه کې بدلون نه دى راغلى.

دغه راز د کابل ښار د کلوله پشتې بازار يوه ګاز پلورونکي شريف احمد وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام اوبلن ګاز بيه ٦٠ افغانۍ ده.

د شهيد څلورلارې يوه لرګي پلورونکي وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يو خروار بې پوسته بلوط لرګيو بيه ٦٨٠٠افغانۍ او د يو خروار سرې ارچې بيه هم ٦٨٠٠ افغانۍ ده.

د خوراکي توکو له ډلې د غوړو ، اوړو او بورې بيې لوړې شوې دي.

دغه راز د کابل ښار د خوراکي توکو سوداګرو ټولنې مشر فضل الرحمن وويل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړو عمده پلور بيه له ١١٦٠ نه ١٢٠٠افغانيو ته، د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پلور بيه له ١٧٨٠ نه ١٨٠٠ افغانيو ته او  د ١٦ لېتره خورشيد غوړيو عمده پلور بيه له ١٠٦٠ افغانيو نه ١٠٧٠ افغانيو ته لوړه شوې ده.

هغه زياته کړه چې د يادو توکو بيې د وارداتو د کمښت له امله لوړې شوې دي.

خو نوموړي وويل چې نن هم د تېرو اوو ورځو په څېر د ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ سېله وريژو ١٨٥٠ افغانۍ ده.

دغه راز د کابل په منډوي کې يوه چاى پلورونکي نوراحمد خيرخواه وويل چې نن د تېرې شنبې په څېر د يوه کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى بيه ٢٨٠ افغانۍ  او د يوه کيلوګرام تور افريقايي چاى بيه ٣٠٠ افغانۍ ده.

د يو شمېر خوراکي توکو پرچون پلوربيې له عمده پلور بيو سره په ځينو مواردو کې ډېر او په ځينو مواردو کې کم توپير لري.

د کابل ښار په دهن باغ سيمه کې د خوراکي توکو پلورونکي احمدولي پنجشېري وويل چې نن د ٤٩ کيلوګرامه پاکستانۍ بورې پلور بيه ٢٠٠٠ افغانۍ، ١٦ لېتره خورشيد غوړي ١٢٠٠ افغانۍ، پنځوس کيلوګرامه قزاقي اوړه ١٣٠٠ افغانۍ، ٢٤ کيلوګرامه لومړۍ درجه پاکستانۍ وريجې ٢١٠٠ افغانۍ، يو کيلوګرام شين اندونيزيايي چاى ٣٠٠ افغانۍ او يو کيلوګرام تور افريقايي چاى په ٣٥٠ افغانۍ پلوري.

د سرو زرو په بيو کې هم بدلون نه دى راغلى.

د کابل ښار په تيمورشاهي واټ کې د يوه زرګر حاجي فواد احمد صالحزاده په وينا، نن د تېرې شنبې په څېر د ٧٩٠ عيار يوه ګرام عربي عيار سرو زرو بيه ٢٣٠٠ افغانۍ او د ٥٨٥ عيار يوه ګرام ايراني سرو زرو بيه ١٨٥٠ افغانۍ ده.

د کابل ښار په شهزاده سراى کې د صداقت صرافۍ د معلوماتو پر بنسټ، نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٠،٦٨ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٣٧ افغانۍ دى.

د لړم مياشتې په ١٣مه نېټه د يوه امريکايي ډالر ارزښت ٨٦،٤٥ افغانۍ او د زرو کلدارو ارزښت ٦٣٧ افغانۍ و.

 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement