د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه پر فساد تورن شو

د افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه پر فساد تورن شو

Nov 13, 2017 - 18:07

کابل(پژواک،٢٢لړم٩٦): دافغانستان دکرکټ بورډ يوشمېر پخوانيو کار کوونکو او مينه والو ، د هېواد د کرکټ ادارې اوسنى مشرتابه پر فساد، سليقوي چلند او د مديريت پر کمزورتيا تورن کړ او د دغې ادارې مخې ته يې د  تحصن خېمه درولې ده.

دغو اعتراض کوونکو چې شمېر يې شاوخوا ٢٠تنو ته رسېده، نن د افغانستان د کرکټ بورډ پروړاندې د تحصن خېمې په درولو سره وويل، څو چې د دغې ادارې فاسد کسان له دندو څخه لرې نه شي، د مرکز او ولايتونو په کچه به د تحصن  لمن پراخه شي .

 خو د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکي دغه ادعاوې  بې اساسه بولي او وايي، ډېرى هغه کسان چې په خېمه کې شتون لري، د اداري فساد له امله له خپلو دندو لرې کړاى شوي؛ ان د ځينو دوسيې لويې څارنوالۍ ته هم استول شوې دي.

 ضياء ودان چې د اعتراض کوونکو په استازيتوب يې خبرې کولې وويل:" د کرکټ بورډ ادارې اوسني چارواکي کمزوري او قومي اړخ يې خپل کړى؛ له همدې امله موږ په کرکټ بورډ کې د اساسي بدلون غوښتوونکي يوو."

 هغه زياته کړه چې د تحصن دغه خېمه د قانوني غوښتنو د تحقق لپاره جوړه شوې او که وليدل شي چې حکومت د اعتراض کوونکو دغو روا غوښتنو ته پام نه کوي، د اعتراضونو لمن به د ولايتونو په کچه پراخه کړي.

 د افغانستان د کرکټ بورډ پخواني سلاکار ياسر خوږياڼي وويل:" زموږ غوښتنه قانوني او پرځاى ده، څو چې حکومت زموږ غوښتنو ته پام ونه کړي، خپلو اعتراضونو ته به دوام ورکړو."

 هغه ددې ترڅنګ چې له ولسمشر څخه يې وغوښتل چې په دغه اداره کې دې ژر تر ژره اصلاحات او بدلونونه رامنځ ته کړي وويل:" ورزش يوازينى عنصر دى چې د افغانستان د خلکو لپاره عمومي خوښي رامنځ ته کوي، له همدې امله مو دلته خېمه درولې څو ولسمشر او نور چارواکي د يادې شوې ادارې له داخلي ستونزو څخه خبر کړو؛ څو داسې ونه شي چې خلک د مديريت د کمزورتيا او فساد له امله له دې خوشحالۍ څخه بې برخې شي."

 نوموړي زياته کړه:"له ولسمشر څخه غواړو چې ژر تر ژره دې د کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل او ددغې ادارې اجرايي رييس شفيق ستانکزى له دندو څخه لرې او پر ځاى يې دې داسې مسلکي او تخصصي کسان وټاکي چې ددغې ادارې چارې په سمه توګه مديريت کړي."

 د اعتراض کوونکو په پرېکړه ليک کې له ولسمشر څخه غوښتل شوي چې د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې د څېړنې لپاره دې يو پلاوى وټاکي چې له اداري فساد د شتون په اړه د سليقوي چلندونو، د کرکټ د پرمخ بېولو او پياوړتيا لپاره د پاليسۍ د نه شتون، قومي تعصبونو او مديريتي کمزورتيا په اړه حقيقت معلوم کړي.

 خو د کرکټ بورډ چارواکي دغه ادعاوې  ردوي او وايي، څو تنه اعتراض کوونکي غواړي چې د خپلې شخصي ګټې لپاره کرکټ بوډ او ملي ورزش ته زيان ورسوي.

د افغانستان د کرکټ بورډ ادارې وياند فريد هوتک خبريالانو ته وويل چې په اعتراض کوونکو کې  داسې کسان شته چې په دغه اداره کې پر اداري فساد تورن دي او ان ځينې يې لويې څارنوالۍ ته   ور معرفي شوي هم دي.

 هغه وويل چې که څوک د مالي فساد او نورو برخو کې شواهد لري، مهرباني دې وکړي هغه دې لويې څارنوالۍ ته وسپاري؛ چې په اړه يې په واقعي توګه پلټنه وشي؛ نه داسې چې د تحصن  د خېمو په وهلو سره عامه ذهنونه داغمن کړي.

هوتک وايي، چې د معلولينو د لوبډلې ځينې غوښتننې منل شوې او هغوى اوس خپل تمرينات پيل کړي دي. 

 د يادونې ده چې د افغانستان د کرکټ بورډ ٣٠کار کوونکو له کابو درې مياشتو راهيسې  د مديريتي کمزورتيا، فساد او په دغه اداره کې د سليقوي چلند له امله کار بنديز کړى دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement