د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د UNHCR دفتر له تړل کېدو سره د راستنېدونکو کډوالو شمېر کم شوی

د UNHCR دفتر له تړل کېدو سره د راستنېدونکو کډوالو شمېر کم شوی

Nov 13, 2017 - 14:47

ګردېز (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): د پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رياست مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د عمومي مرستندويه موسـسې "UNHCR" دفتر له تړل کېدو سره د راستنېدونکو کډوالو په شمېر کې له نيمايي نه زيات کموالی راغلی دی.

د دغه ولايت د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس حضرت مير همت د لړم په ٢٢مه پژواک ته وويل، سره له دې چې پکتيا او سوېل ختيځ زون د هېواد په کچه دويم يا درېيم ډېر کډوال لرونکی ولايت او زون دی، خو بيا هم UNHCR د تېر ۲۰۱۶ کال په لومړيو کې د يادې سيمې لپاره خپل دفتر تړلی دی.

همت وايي چې د دغه دفتر د تړل کېدو له امله يې احتمالي پېښېدونکې ستونزې او وړاندوينې له وزارت او يادې ادارې سره شريکې کړې وې چې اوسمهال عملاً ورسره مخ دي او لويه تشه يې رامنځته کړې ده.

د ده په خبره، په هغه وروستي کال چې UNHCR د دغه زون په مرکز کې فعاليت درلود، ٣٧٦٤ کورنۍ راستنې شوې وې، خو سږ کال دا شمېره يوازې ٧٣٥ ده.

دی وايي: ((پکتيا او د دغه زون نور ولايتونه ډېر کډوال لري، موږ هر کال تر درې زره داوطلبه راستنېدونکې کورنۍ لرلې، خو اوس دا شمېر څو سوه ده سره لدې چې اوس يو شمېر کورنۍ جبرا را ايستل کېږي. د ملګرو ملتونو د کډوالو د دفتر له تړل کېدو سره په راستنېدنه، بيا مېشتېدنه، عاجلو کومکونو او اړوند برخو کې غټه خلا رامنځته شوې ده.))

د سوېل ختيځ زون د مرکز پکتيا د کډوالو او راستنېدونکو چارو رييس وايي چې اوسمهال راستنېدونکي کډوال اړ دي د دې ادارې د مرستو ترلاسه کولو لپاره د ډنډ پټان پر ځای د تورخم له لارې راشي چې دوه چنده لګښت او کرايه پرې راځي.

همت وايي، سږ کال په پکتيا کې ۱۱۰ داخلي بېځايه شوې کورنۍ هم لري او له يادې ادارې غواړي چې د دغه ناوړه حالت د دوام د مخنيوي لپاره خپل دفتر بېرته پرانيزي.

ده وويل: ((د پټان په لاره چې يوه کډواله کورنۍ راستنېږي، نو تقريباً پنځوس زره پاکستانۍ کلدارې مصرف پرې راځي، خو اوس مجبور دي د UNHCR د مرستو اخيستو لپاره د تورخم په لاره راشي او په هغې لاره تر يو لک روپۍ مصرف پرې راځي، تکليف او زحمت يې بل لوی مشکل دی، په داسې حال کې چې مخکې به هر کډوال ته ۴۰۰ ډالر ورکول کېدل، خو اوس ۲۰۰ ورکوي.))

د شکيل په نوم د يوې راستنې شوې کډوالې کورنۍ مشر پژواک ته وويل چې د UNHCR د دفتر د تړل کېدو له امله يې تر اوسه هېڅ مرسته نه ده ترلاسه کړې او د ترلاسه کولو لپاره يې اړ دی چې له ټولې کورنۍ سره ننګرهار ولايت ته ورشي.

دی وايي: ((موږ ته يې ویلي چې دلته يې دفتر بند کړی دی؛ کابل کې هم ډېره سخته ده، نو مجبور چې بيا کډه بار کړو او له ټول کور او کورنۍ سره جلال اباد ته لاړ شو؛ ډېر لوی تکليف دی او مصرف هم لري، خو څه وکو مجبور يو.))

په کابل کې د UNHCR ادارې وياند نادر فرهاد پژواک ته وويل چې د مالي ستونزو له امله دوى خپل دفتر په پکتيا ولايت کې تړلى دى.

خو ده وويل: ((موږ په هر ولايت کې دفتر نه شو جوړولاى، د زون په کچه يې جوړوو، نو اوس مهال موږ په خوست کې دفتر لرو، او کډوال کولاى شي د خوست له لارې افغانستان ته راشي.))

فرهاد دا هم وويل، له ټولو هغو راستنېدونکو کورنيو سره دوى مرستې کوي چې د راستنېدو قانوني اسناد ولري.

د دغه زون ځينې کورنۍ د مرستو ترلاسه کولو لپاره له پاکستانه له راتلو وروسته د خپلو سيمو پر ځای په ننګرهار کې مېشتيږې چې له امله يې په هغو ادارو فشار ډېر شوی او ښاري ازدحام يې هم زيات کړی دی.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement