د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

سپکاوي او د حقونو نقض، نابينايان له ژونده زړه توري کړي

سپکاوي او د حقونو نقض، نابينايان له ژونده زړه توري کړي

Nov 13, 2017 - 15:57

چاريکار (پژواک، ٢٢ لړم ٩٦): پروان کې يو شمېر معلولينو ته په داسې حال کې سپکې- سپورې ويل کېږي چې د کورونو په جوړولو کې د دوى اړتياوې له پامه غورځول شوې او ځان ته کار نه شي پيدا کولى، خو په قانون کې د دوى د حقونو پر ټينګښت ټينګار شوى دى.

مسوول چارواکي د دغو ستونزو له جملې ځينې ستونزې مني، خو وايي چې دوى هڅه کوي چې د نابينايانو په ګډون ټولو معلولينو ته د قانون په چوکاټ کې اسانتياوې برابرې کړي او د نابينايانو د حقونو په اړه د عامه پوهاوي پروګرامونو ته پراختيا ورکړي.

نابينايانو ته سپکاوي، له ژوند د هغوى زړونه تور کړي دي

په پروان کې د نابينايانو ټولنې څانګې مسوول ١٩ کلن ننګيالى نوري چې د پروان مرکز د چاريکارو ښار د صادقي لېسې د لسم ټولګي زده کوونکى دى او قرانکريم يې هم حفظ کړى، د هغو نابينایانو له جملې دى چې له نابينايانو سره د خلکو له چلنده سخت شکايت لري.

دغه ځوان زياته کړه، په اووه کلنۍ کې هغه مهال پرې نړۍ تياره شوه او خپلې سترګې يې له لاسه ورکړې چې هغه له يوه بل ماشوم سره يو ځاى کله چې يو پلاستيکي ماين پيدا او بيا يې پر اور کېښود او چاودنه يې وکړه.

هغه وويل چې نابينايانو ته د خلکو سپکاوي له امله د دوى رنځ او ځور څو چنده ډېر کړى او نوموړى تر دې حده رسېدلى چې شپږ ځلې يې د ځانوژنې پرېکړه کړې ده.

نوموړي زياته کړه: "په ټوليز ډول نابينايانو ته په کور او د خلکو له لوري سپکې سپورې ويل کېږي. زه په خپله دومره ښکنځل او تحقير شوى يم او کله ناکله له ځانه سره وايم چې کاشکې د ماين په چاودنه کې وژل شوى واى، دا ذلت او خواري به مې نه ليده."

ننګيالي وويل، ځيني کسان ورته د "ړوند" غږ کوي او يو شمېر هم ورته له دې امله د قاري اواز کوي چې "قاري" ړوند ته ويل کېږي.

هغه د خپل کوچني ورور مجتبى په مرسته تر ښوونځي ځي او ښوونځي کې د خپلو استادانو په مرسته د برېل په ژبه (د نابينايانو ژبه) ليکل شوو کتابونو زده کړه کوي.

ننګيالي د خپل ژوند د ترخو خاطرو په اړه وويل: "يوه ورځ کور ته داخل شوم، ماما مې راته په لوړ او قهرېدلي اواز وويل، ته په ښوونځي څه کوې، د جومات په کنج کې کېنه او قرانکريم ياد که، هر لوري ته ځې."

دغه راز نوموړي په سوړ اسوېلي سره وويل: "هېڅ وخت مې نه هېرېږي چې يوه ورځ ښوونکي د ازموينې په ورځ راته وويل چې قاري ننګيالى موږ ته د سر درد جوړ شوى دى."

خو بيا هم ياد باهوډه ځوان، ډېرې هيلې لري او ويې ويل، شاوخوا څلور مياشتې وړاندې يې په پروان کې د نابينايانو له حقونو څخه د ملاتړ په موخه، هېواد د نابينايانو د ملي ټولنې څانګه جوړه کړې ده.

ننګيالي چې د "صرف" خصوصي موسسې په همکارۍ کمپيوټر هم زده کړى او د "دونيا" او "کهکشان" په راډيوګانو کې د "قنديل معرفت"، "کهکشان" او نور پروګرامونه پر مخ وړي، وويل چې په ټول پروان کې شاوخوا درې سوه نابينايان ثبت شوي او تر اوسه پورې د يادو کسانو له ډلې يې د اووه ښځو په ګډون ١٢٠ کسانو د يادې ټولنې غړيتوب ترلاسه کړى دى.

ياده موسسه د نابينايانو او نه اورېدونکو ته د زده کړو ورکولو په برخه کې کار کوي.

دغه راز د نوريې نبي زاده په نوم يوې نجلۍ چې په څلور کلنۍ کې د يوې بلې ماشومې له لوري ورته په سترګو کې ايرې اچول شوې او د سترګو ديد يې له لاسه ورکړى، ګيله کوي او وايي: "په ښوونځي او کور کې له سپکو سپورو ترخې خاطرې لرم او له دې هم په بشپړه توګه ناهيلې يم چې ګني نابينايانو ته به وظيفه ورکړل شي."

٢٠ کلنه نوريه چې د "صرف" موسسې په مرسته يې د برېل ليک زده کړى او د پروان د مرکز د حره جلالي لېسې د دوولسم ټولګي زده کوونکې ده، وويل چې د زده کړو په پيل کې به د خپلو ټولګيوالو له لوري ډېره ځورول کېده، خو اوس له دا ډول څرګندونو سره عادت شوې او اړه ده چې ويې زغمي.

د نوريې ورور عبدالبصير کامګار وويل چې له نوريې سره د کورنۍ د غړو چلند ډېر ښه دى، خو له کوره بهر د خلکو له لوري ورته سپکاوى کېږي. هغه زياته کړه، چې د هغې د کورنۍ غړي د نوريې له ځورولو او تحقيره ډېره ځورېږي.

د پروان په مرکز کې د "قلعچه سوخته" سيمې اوسېدونکى ٢٣ کلن قاري عبدالحميد چې په ١٣٨٠ کال کې يې د ماين چاودنې له امله خپلې سترګې له لاسه ورکړې، شکايت کوي چې ځيني خلک نابينايان ځوروي.

هغه د بېلګې په ډول وويل: "تازه مې کوژده کړې وه او د يوه لښتي پر غاړه ولاړ وم چې زموږ يوه ګاونډي له بل چا سره خبرې کولې او ورته يې وويل چې دغه هلک ته يې نجلۍ ورکړې؟ ړوند ته هم چا نجلۍ ورکړې، غږ مې واورېد او ځان مې غلى کړ، خو ډېر سخت يې مايوسه کړم."

هغه زياته کړه، کورنۍ يې ورته د ٣٠٠ زره افغانيو په لګښت نجلۍ په نوم کړې خو اوس د دغو پيسو د پيدا کولو وس نه لري، د کورنۍ د يو شمېر غړو له لوري ورته ډېرې سپکې سپورې ويل کېږي او له دې ډول حالت سخت ځورېږي.

د پروان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رييس وکيل احمد سهيل هم وويل چې يو شمېر کسان نابينايانو ته سپکې سپورې وايي.

هغه زياته کړه، د يادې ستونزې د هواري لپاره يې له خلکو سره د عامه پوهاوي د پروګرامونو ترسره کولو لپاره ناستې کړې او دا ډول لا ډېرې ناستې به ترسره کړي.

د معلولينو د ګومارنې په برخه کې د قانون نه عملي کول

د قرانکريم حافظ او په چاريکارو کې د مسعود ښارګوټي ٥١ کلن اوسېدونکى عبدالظهور چې په ١٥ کلنۍ کې يې د يوې چاودنې له امله خپلې سترګې له لاسه ورکړې، وويل چې د پروان د پوهنې رياست ته يې څو ځلې په کوم دارالحفاظ کې د استاد ګومارنې په موخه مراجعه کړې، خو پر ډېرو هلو ځلو سربېره يې بيا هم استادي نه ده ترلاسه کړې.

دغه راز نوموړي زياته کړه: "څلوېښت تنه شاګردان مې درلودل، غوښتل مې چې دوى هم له مرکزي دارالحفاظ کې مدغم شي او زه د دوى د استاد و اوسم، خو بيا هم د پوهنې رياست راسره ونه منله او راته يې ویې ويل چې د ګومارل کېدو لپاره بايد د دوولسم ټولګي سند ولري."

هغه زياته کړه، له دې امله د دوولسم ټولګي د فراغت سند لپاره د سويې تثبيت ازموينه کې ګډون نه کوي چې پر دې پوهېږي چې دلته له واسطې پرته بل څوک نه شي بريالى کېدلى.

نوموړى چې د خپلې اته کسيزې کورنۍ مسووليت هم پر غاړه لري او هره مياشت د کور درې زره افغانۍ کرايه هم ورکوي، په ګومارنو کې د فساد شتون ادعا وکړه او ويې ويل، هغه څوک د ښوونکو په توګه پر دنده ګومارل کېدلى شي چې يا بډې ورکړي او يا هم واسطه ولري، خو نوموړى دا دواړه وسيلې نه لري.

د پروان د سيدخېل ولسوالۍ د "چينکى" کلي اوسېدونکي ٢٢ کلن قاري محمد ممتاز احمدي چې نابينا نړۍ ته راغلى، وويل چې د پوهنې وزارت د هغې ازموينې پر بنسټ چې له نوموړي يې اخيستې، هغه ته د دوولسم ټولګي د فراغت سند ورکړى، خو بيا يې هم ځان ته کار نه دى پيدا کړى.

هغه زياته کړه: "په روان کال کې مې د ښوونکو د استخدام په ازموينه کې ګډون وکړ، خو په معارف کې مې واسطه نه درلوده او کامياب نه شوم، غوښتل مې چې په يوه دارالحفاظ کې استاد شم، خو نه شوم."

په پروان کې د نابينايانو د ټولنې مشر قاري ننګيالي هم وويل چې د پروان ولايت د پوهنې رياست په مقرريو کې پراخ فساد شتون لري.

نوموړى په مقرريو کې د فساد اسناد نه لري، خو ویې ويل: ((د پروان د پوهنې رياست کې فساد او رشوت دې کچې ته رسېدلى چې د ٥٠ زره افغانيو په ورکړې سره هر څوک کولى شي چې ښوونکى شي، دا يو حقيقت دى او هېڅوک هم له دغه کار نه سترګې نه شي پټولى، خو يو نابينا چې غواړي د ټولنې خدمتګار شي او د خلکو اولاد ته د قران درس ورکړي، نو د پيسو او واسطې د نه لرلو له امله نه شي کولى چې ښوونکى شي.))

خو د پروان د پوهنې رياست مالي او اداري مرستيال نظام الدين رحيمي، د ښوونکي په مقرریو او رقابتي ازموينه کې د فساد خبره رد کړه او ويې ويل، هغه نابينا چې د قرانکريم د استاد په توګه ګومارل کېږي، بايد د ١٢ ټولګي د فراغت سند ولري او رقابتي ازموينه تېره کړي.

هغه زياته کړه چې اوسمهال لس نابينايان د دغه ولايت په ديني مدرسو او دارالحفاظونو کې د قرانکريم د استادانو په توګه دنده اجرا کوي.

دا په داسې حال کې ده چې له اداري فساد سره د مبارزې د ارزونې او څار ګډې خپلواکې ادارې، روانه مياشت (د لړم ٤مه) يو راپور خپور کړ چې په کې ((د ښوونکو بستونه، د پټو معاملاتو لپاره مناسب بازار)) ياد شوى دى.

سرچيني ليکلي چې ښوونکي په پراخ ډول د نفوذ او رشوت د ورکړې له لارې مقررېږي.

نابينايان په داسې حال کې د کار نه لرلو له امله شکايت کوي چې د معلولينو د حقونو او امتيازاتو د حقونو په ٢٢مه ماده کې راغلي چې حکومت بايد لږ تر لږه د خپلو کارکوونکو د استخدام درې سلنه د هغوى د غوښتنې له مخې په وزارتونو او دولتي ادارو کې په شرايطو برابرو معلولينو ته ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پروان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو چارو د مشر وکيل احمد سهيل په خبره، اوسمهال د پروان ولايت د دولتي ادارو له نيمايي کم کارکوونکي معلوليت لرونکي کسان جوړوي.

سهيل څرګنده کړه چې له ټولو دولتي ادارو يې په رسمي ډول غوښتنه کړې چې د معلولينو د حقونو قانون د يادې مادې پلي کولو ته جدي پاملرنه وکړي.

په ودانيو کې د نابينايانو اړتياوو ته پاملرنه نه کول

د معلولينو، شهيدانو د کورنيو او ورک شوو د حقونو او امتيازاتو په ٢٥مه ماده کې راغلي چې وزارتونه، دولتي ادارې او نور ارګانونه بايد د ودانيو، ځايونو، تفريځ ځايونو، ورزش ځايونو، عمومي لارو، ترانسپورټ او ټکنالوجۍ برخو کې د معلولينو د استفادې لپاره اړينې اسانتياوې په پام کې ونيسي.

خو د پروان نابينايان وايي چې دا ماده هم په اکثره ودانيو کې نه ده عملي شوې.

د پروان په مرکز کې د خواجه سياران سيمې اوسېدونکى او نابينا قاري محراب شاه عمر چې د خپل يوه شاګرد په مرسته د ښاروالۍ تر څنګ د نابينايانو ټولنې دفتر ته په درېيم پوړ کې پورته کېده او پښې يې دوه ځلې د زينې په ځنډه ولګېدې، پژواک خبري اژانس ته وويل: ((زموږ د کوم حق په اړه خبرې وکړو، کوم حق مو پر ځاى شوى دى؟ هرې ودانۍ ته چې لاړ شو، د معلولينو په ځانګړي ډول د نابينايانو لپاره اړينې اسانتياوې په پام کې نه دي نيول شوې.))

دغه ١٩ کلن ځوان چې په ١٤ کلنۍ کې يې د جراحي عملياتو پر مهال ليد له لاسه ورکړى، د معلولينو د حقونو په ورکړه کې د دولت له همکارۍ او قانون پلي کېدو سخت ناهيلى ښکاري او نه غواړي چې په دې برخه کې خبرې وکړي.

قاري ننګيالي هم وويل چې د نابينايانو د حقونو د عدالت غوښتنې لپاره بېلابېلو دولتي ادارو ته تللى، خو دا چې په ودانيو کې د معلولينو د تګ راتګ لپاره اړينې اسانتياوې په پام کې نه دي نيول شوې، نو پورته کېدل او کوزېدل ورته سخت دي.

هغه زياته کړه، څو ځلې د دولتي ادارو په زينو کې لوېدلى او حتى يو ځل يې لاس هم مات شوى دى.

د هغه په خبره، د دغه ولايت د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو رياست په ودانۍ کې چې په بېلابېلو برخو کې معلولينو ته د اسانتياوو برابرولو مسووليت لري، ملعولينو ته يې دا ډول اسانتياوې په پام کې نه دي نيولې.

د يادې ادارې مشر وايي، دا ودانۍ ځکه داسې اسانتياوې نه لري چې کرايي دي.

د هغه په خبره، د دغه رياست په ودانۍ چې ټاکل شوې راتلونکى کال جوړه شي، د معلولينو لپاره اسانتياوې په پام کې نيول شوې دي.

د چاريکارو ښاروال خواجه روح الله صديقي هم تاييد کړه چې په اکثره دولتي ودانيو کې د نابينايانو د تګ راتګ لپاره اسانتياوې په پام کې نه دي نيول شوې، خو د ښاروالۍ په ودانيو کې دا ډول اسانتياوې شته او په شاوخوا لسو نوو دولتي ودانيو کې چې تر کار لاندې دي، دا ډول اسانتیاوو ته پاملرنه شوې ده.

له نابينايانو سره پر مرسته ټينګار

په پروان کې د خپلو حقونو په اړه د نابينايانو شکايت داسې مهال کېږي چې د اسلام مقدس دين له معلولينو سره پر مرسته او همکارۍ ټينګار کړى او د هغوى ځورول يې د ديني ارزښتونو خلاف کار بللی دی.

ديني عالم عبدالمسيع صداقت دې موضوع ته په اشارې سره وويل چې د نابينايانو د اړتياوو پوره کول د الهي رحمت لامل ګرځي، عام خلک او مسوول ارګانونه بايد د هغوى د حقونو ورکړې ته ډېره پاملرنه وکړي.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون غړو احمد ضياء لنګري وويل چې د افغانستان په زياتو برخو په ځانګړي ډول پروان کې د نابينايانو حقوق په داسې حال کې تر پښو لاندې کېږي چې معلوليت لرونکي هم د نورو په څېر حقوق لري او بايد ورکړل شي.

د نوموړي په خبره، دولت مکلف دى چې په اقتصادي، ټولنيزو، فرهنګي، سياسي او نورو برخو کې د نابينايانو حقونو ته زمينه مساعده کړي.

لنګري وويل چې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د نابينايانو په ګډون د ټولو معلوليت لرونکو افرادو لپاره د غونډو جوړولو او راپورونو خپرولو له لارې د عدالت غوښتنه کړې او دغه کار ته به دوام ورکړي.

د پروان د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو مشر هم وويل چې دغه رياست له دولتي چارواکو او خلکو سره د ناستو پر جوړولو سربېره، بېلابېلو دولتي او نادولتي ادارو ته مکتوبونه استولي، څو د نابينايانو د حقونو خوندي کولو ته پاملرنه زياته کړي.

په پروان کې په بېلابېلو برخو کې د معلولينو شکايت داسې مهال مطرح کېږي چې د پژواک خبري اژانس دي وه څېړنيز راپور له مخې، د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د معلوليت لرونکو افرادو حقوق تر پښو لاندې کېږي.

د دغه راپور له مخې، په ښوونيزه برخه، اطلاعاتو ته د لاسرسي او نورو برخو کې د معلولينو د حقونو تر پښو لاندې کېدو سربېره د معلولينو د حقوقو او امتيازاتو قانون ٢٢ مه ماده چې له مخې يې بايد د ډېرى ادارو له خوا ٣ سلنه معلولين د کار لپاره جذب شي، هم نه ده عملي شوې. د دغه راپور د موندنو له مخې، يو شمېر معلولين خيرات غوښتلو ته اړ کېږي او يو شمېر يې هم د خپل معلوليت له امله، له واده محروم شوي او ځيني خلک ورته سپکاوى کوي.

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په هېواد کې د نابينايانو او کمې نابينايي لرونکو شمېر شاوخوا ٥٠٠زره کسان اټکل شوى دى. سرچينه زياتوي چې په افغانستان کې په هر یو ساعت کې درې کسان خپل لید له لاسه ورکوي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement