د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

افغانستان د کرکټ په اسيايي سياليو کې اماراتو ته ستره ماتې ورکړه

Nov 14, 2017 - 15:35

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٦) : افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبډلو په اسيايي سياليو کې متحده عربي اماراتو ته  په سترې ماتې ورکولو سره نيمه پاى لوبې ته لاره پيدا کړه.

د اسيا د اتو لوبډلو په ګـډون سره دا سيالۍ تېره اوونۍ ماليزيا کې پيل شوې دي چې لوبډلې يې په دوو ګروپونو کې وېشل شوې دي.

د افغانستان په ګروپ کې پاکستان، سريلانکا او متحده عربي امارات شامل دي، په بل ګروپ کې هندوستان، بنګله دېش، نيپال او ماليزيا شامل دي.

د افغانستان د ١٩ کلنو لوبـډلې نن خپله درېيمه او وروستۍ ګروپي لوبه د متحده عربي اماراتو پر وړاندې ترسره کړه.

دا يوه ورځنۍ پنځوس اووريزه لوبه د باران له امله ٢٠ اوورونو ته راټيټه شوې وه، افغان ١٩ کلنو لوبغاړو ډېره تېزه لوبه وکړه او په ٢٠ اوورونو کې يې د درېيو لوبغاړو په سوځېدو سره ٢٢٤ منډې جوړې کړې او اماراتو ته يې د ٢٢٥ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري دروېش رسولي په زړه پورې لوبه وکړه او په ٣٨ توپونو يې د لسو شپږيزو په مرسته ١٠٥ ناسوځېدلې منډې جوړې کړې.

د اماراتو لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د ٩ لوبغاړو په سوځېدو سره يواځې ٩٠ منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه يې د ١٣٥ منډو په توپير سره وګټله.

د  افغانستان له لوري مجيب رحمن، نوين الحق، وفادار مومند او طارق ستانکزي دوه ، دوه لوبغاړي وسوځول.

دغې برياسره افغانستان په خپل ګروپ کې لومړى مقام خپل او د دې سياليو نيمه پاى لوبې ته يې  لاره پيدا کړه. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement