د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په کندهار کې ٢٢ پوليس او ٤٥ وسله وال طالبان وژل شوي

په کندهار کې ٢٢ پوليس او ٤٥ وسله وال طالبان وژل شوي

Nov 14, 2017 - 11:11

کندهار ښار (پژواک، ٢٣ لړم ٩٦) : د کندهار امنيتي  مسوولين وايي چې په ميوند ولسوالۍ کې د ډله ييزو بريدونو په پايله کې ٤٥ وسله وال طالبان او ٢٢ پوليس وژل شوي دي.

د کندهار د امنيه قوماندانۍ وياند ضياء دراني د لړم په ٢٤مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې سلګونو وسله والو طالبانو تېره شپه د ميوند ولسوالۍ د پنځو لويو کليو د پوليسو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل.

هغه زياته کړه چې په دې بريدونو کې ٢٢ پوليس وژل شوي او ١٥ ټپيان دي.

د دراني په وينا، د پوليسو په ځوابي بريدونو کې ٤٥ وسله وال طالبان هم وژل شوي او ٣٥ نور يې ټپيان شوي دي.

دى وايي، وسله والو غوښتل چې دې پوستو ته له سقوط ورکولو سره ځانونه د ولسوالۍ مرکز ته ورسوي ، خو په دې کار کې بريالي نه شول.

د طالبانو وياند قاري يوسف احمدي وايي چې په دې بريدونو کې ٤٣ پوليس وژل شوي، ١٣ ټانکونه له يې منځه وړي دي.

خو نوموړي د خپلو وسله والو د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې پرون د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې پر ناټو ځواکونو ځانمرګى بريد شوى و، چې له امله يې څلور امريکايي سرتېري ټپيان شوي وو خو طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه خبر ورکړى و. 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement