د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل په ځانمرګي بريد کې ٣٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د کابل په ځانمرګي بريد کې ٣٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 16, 2017 - 15:08

کابل- درېيم تعقيب (پژواک، ٢٥ لړم ٩٦): د کابل پوليس وايي چې د لب جر سيمې په چاودنه کې د پوليسو او ملکي وګړو په ګډون ٣٢ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

دا ځانمرګى بريد نن د لړم په ٢٥مه،  د کابل ښار د څلورمې حوزې اړونده د لب جر په سيمه کې د قصر نوين په نامه د ودونو د يوه سالون مخې ته شوى ، چېرته چې د بلخ د والي او جمعيت   ګوند اجرايي مشر عطامحمد نور پر پلوۍ غونډه روانه وه او د غونډې ګډونوال له هوټل څخه د راوتو په حال کې و.

د کورنيو چارو وزارت د وياند دفتر سرپرست نجيب دانش پژواک خبري اژانس ته وويل چې چاودنه نن له غرمې وړاندې يوه نيمه بجه په ياده سيمه کې د قصر نوين هوټل مخې ته شوې ده.

د هغه په وينا، ياده چاودنه د موټربم په وسيله ترسره شوې ده.

د کابل د پوليسو ١٠١ اسمايي زون قوماندانۍ وياند بصير مجاهد پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ټول ١٤ تنه وژل شوي او١٨ نور ټپيان دي.

د نوموړي په وينا، په وژل شوو کسانو کې ٦ ملکي او ٨ پوليس او په ټپيانو کې ٧ پوليس او ١١ ملکي وګړي شامل دي.

د پېښې يوه عيني شاهد عتيق الله پژواک ته وويل چې يوه  چاودنه د موټربم په وسيله له هوټل بهر او بله يې د هوټل په داخل کې د ځانمرګي له لوري شوې ده.

هغه وايي چې په دې چاودنه کې ډېر شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پژواک خبريال د پېښې له سيمې وايي چې پوليسو ساحه بنده کړې او خبريالانو ته هم يادې سيمې ته د تګ اجازه نه ورکوي.

هغه وايي، د هوټل ډېرى ښيښې ماتې شوې او له پېښې سره نږدې سيمو ته هم زيانونه اوښتي دي.

داعش ډلې ددې بريد مسووليت  منلى دى .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement