د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو اسيايي سياليو اتل شو

افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو اسيايي سياليو اتل شو

Nov 19, 2017 - 12:41

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): افغانستان د کرکټ د ١٩ کلنو لوبـډلو  د اسيايي سياليو په پاىلوبه کې پاکستان ته په سترې ماتې ورکولو سره د دې سياليو اتلولي خپله کړه.

د  اسيا د اتو غوره لوبډلو تر منځ دا يوه ورځنۍ پنځوس اووريزې سيالۍ دوه اوونۍ مخکې په ماليزيا کې پيل شوې وې.

افغانستان په خپل ګروپ کې پاکستان او متحده عربي اماراتو ته او په نيمه پاى لوبه کې نيپال ته په ماتې ورکولو سره د دې سيالو پاىلوبې ته لار پيدا کړې وه.

د پايلوبې پچه پاکستان وګټله او لومړى يې افغان ١٩ کلنې لوبـډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د افغانستان لومړنيو دوو لوبغاړو په ډېر احتياط سره ښه لوبه پيل کړه او منډې يې تر ٦٠ پورې ورسولې، خو رحمان ګل په ٤٠ او ابراهيم ځدراڼ په ٣٦ منډو وسوځېدل.

په دې مهال دروېش رسولي م   يدان ته راغى، هغه په زړه پورې لوبه پيل کړه او تر اخره پورې يې لوبه وکړه او په ١٠٧ منډو ناسوځېدلى پاتې شو.

د افغانستان ١٩ کلنو ملي لوبډلې په ټاکل شوو ٥٠ اورونو کې د ٧ لوبغاړو په سوځېدو ٢٤٨ منډې جوړې کړې او پاکستان ته يې د ٢٤٩ منډو هدف ورکړ.

د يادې لوبې څارونکو او تبصره کوونکو افغان توپ اچوونکو ته په کتلو سره دا يو ښه هدف وباله او همدا ډول ثابت هم شو.

د پاکستان ١٩ کلنې لوبـډلې چې کله د ياد هدف ترلاسه کولو لپاره لوبه پيل کړه؛ نو مجيب ځدراڼ په خپل لومړي اوور کې د پاکستان يو لوبغاړى وسوځاوه او دغه لوبډله يې تر فشار لاندې راوستله.

د پاکستان لوبغاړي په وقفه يي ډول سوځېدل او د افغان توپ اچوونکو مقابله يې ونه شوه کړاى، د پاکستان  ټوله لوبـډله ٢٢ اورونو کې په ٦٣ منډو وسوځېدل. دغه راز افغانستان دا لوبه د ١٨٥ منډو په ستر توپير سره وګټله.

دې بريا سره افغانستان د لومړي ځل لپاره د اسيا د ١٩ کلنو لوبغاړو اسيايي اتلولي خپله کړه.

افغان لوبغاړى دروېش رسولې په دې لوبه کې يې سليزه وهلې وه، د پاى لوبې غوره لوبغاړى او مجيب ځدراڼ چې په دې ټولو سياليو کې يې ٢٠ لوبغاړي سوځولي وو، د سياليو غوره لوبغاړى اعلان شو.

د يادونې وړ ده، چې افغانستان په ګروپي سياليو کې هم پاکستان ته ماتې ورکړې وه.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement