د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

" حکومت دې د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه خپل دريځ روښانه کړي"

" حکومت دې د پاکستان د راکټي بريدونو په اړه خپل دريځ روښانه کړي"

Nov 19, 2017 - 18:47

کابل(پژواک،٢٨لړم٩٦): د مشرانو جرګې ځينو استازو پر کونړ ولايت د پاکستان راکټي بريدونه وغندل او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان د راکټي بريدونو او اغزن سيم د غځېدو په اړه دې خپل دريځ روښانه کړي.

د راپورونو له مخې، پاکستاني پوځيانو د تېرو ٧ورځو په اوږدو کې د کونړ پر ولسواليو ١٥٠٠راکټونه توغولي چې له امله يې سلګونه کورنۍ کډه شوې او لسګونو ولسي کسانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

په مشرانو جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي لطف الله بابا د کونړ پر سرحدي ولسواليو د پاکستان راکټي بريدونو ته په اشارې سره وويل:"د کونړ خلک پزې ته راغلي، حکومت بايد په دې اړه جدي اقدام وکړي، د پاکستان حکومت واک نه لري، افغان حکومت بايد دغه ستونزې د پاکستان له استخباراتي ادارې سره حل کړي، ټول واک له اى اس اى سره دى."

 د مشرانو جرګې بل غړي محمد اجان منګل هم و ويل چې د کونړ خلک د پاکستان د توغندويي بريدونو له امله کډه شوي او مرکزي حکومت تر اوسه پورې په دې اړه اقدام نه دى کړى.

 د مشرانو جرګې منشي طيب عطا په دې اړه وويل:" مرکزي حکومت تر اوسه د پاکستان د راکټي بريدونو ځواب نه دى ويلى او په دې اړه يې کوم اقدام هم نه دى کړى."

 د دغې جرګې بلې غړې نجيبې حسيني وويل:" که افغان حکومت پاکستان ته باالمثل ځواب نه شي ور کولى ددغه هېواد پرضد دې ملګرو ملتونو ته شکايت وکړي."

هغې دغه راز وويل چې بايد د پاکستان راکټي بريدونه سند کړاى شي او نړيوالو ته د اسنادواو شواهدو په توګه وښودل شي.

د دې په وينا، پاکستان هېڅکله له ترهګرۍ سره د مبارزې او له افغان حکومت سره د ملګرتيا په برخه کې رښتينى عمل نه دى کړى او افغانان بايد له پاکستان څخه د ملګرتيا تمه ونه لري.

دغه راز د مشرانو جرګې په نننۍ ناسته کې د يادې شوې جرګې ځينو غړو د ډيورنډ د فرضي کرښې په اوږدو کې د اغزن سيم غځولو پروړاندې د حکومت پر چوپتيا نيوکه وکړه او له حکومت څخه يې وغوښتل چې د اغزن سيم د لګولو مخه دې ونيسي.

د ډيورنډ کرښه په ١٨٩٣ميلادي کال کې، د انګريزانو له خوا د هغه وخت بريتانوي هند او افغانستان ترمنځ رامنځ ته شوه او د افغانستان خلک يې پر دوو برخو وويشل؛ خو افغانستان هېڅکله دغه کرښه د پولې په توګه نه ده پېژندلې.

په ١٩٤٧کال کې کله چې پاکستان رامنځ ته شو او د خيبرپښتونخوا او بلوچستان سيمې په کې شاملې شوې، کابل بيا هم دغه کرښه ونه منله.

د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار حکومت ته په خطاب کې وويل:" بايد په هره بڼه چې کېږي د اغزن سيم غځېدو مخه ونيول شي، موږ د اغزن سيم لګول نه منو او حکومت بايد د ملت پروړاندې خپل مسووليت ادا کړي او که چېرې د سيم لګولو د مخنيوي وړتيا نه لري، له نړيوالې ټولنې څخه دې مرسته وغوښتل شي."

هغه زياته کړه، يو پلاوى به د کونړ د سرحدي ولسواليو د کډوالو د وضعيت د څېړنې په موخه ياد شوي ولايت ته سفر وکړي.

هغه دغه راز وويل چې د ملي يووالي حکومت له مشرانو سره د افغانستان پر خاوره د پاکستان د راکټي بريدونو او اغزن سيم د لګولو په هکله خبرې کوي؛ ځکه د افغانانو لپاره د دغه وضعيت دوام د منلو وړ نه دى.

مسلميار له حکومت څخه وغوښتل چې د دغو دوو قضيو په اړه دې له ملت سره خپل څرګند او روښانه دريځ شريک کړي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسي جرګې هم په خپله پرونۍ عمومي ناسته کې وويل چې د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان راکټي بريدونه افغانانو ته د منلو نه  دي او له حکومت څخه يې غوښتي چې په دې اړه دې خپل دريځ روښانه کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement