د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

داعش ډلې درزاب ولسوالۍ کې دوه هديرې ويجاړې کړې دي

داعش ډلې درزاب ولسوالۍ کې دوه هديرې ويجاړې کړې دي

Nov 19, 2017 - 19:24

شبرغان (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦): د جوزجان ولايت سيمه ييز چارواکي وايي چې داعش ډلې له امنيتي ځواکونو سره له نښتې سربېره د دغه ولايت په درازب ولسوالۍ کې دوه هديرې هم ويجاړې کړې، چې غواړي په ياده سميه کې ځان ته اډه جوړه کړي.

 د جوزجان امنيه قوماندان مل پاسوال فقيرمحمد جوزجاني پژواک خبري اژانس ته وويل، په درزاب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او داعش ډلې ترمنځ هغه مهال نښته رامنځته شوې چې دوى د ولسوالۍ پر شا وخوا سيمو بريدونه وکړل.

 هغه زياته کړه،  نښته د شپې نهه بجې پيل او تر نيمې شپې پورې يې دوام وکړ چې په پايله کې يې پنځه داعشيان ووژل شول او درې نور ټپيان شول، چې دغه راز پکې يو امنيتي سرتېرى هم د پښې په برخه کې برسېرن ټپي شوى او روغتيايي حالت يې ښه دى.

 امنيه قوماندان د دې پوښتنې په ځواب کې چې داعشيانو د درزاب ولسوالۍ زيارتونه سوځولي دي؟ وويل: "دوى زيارتونه نه دي سوځولي، بلکې د طالبانو هديره يې ويجاړه کړې، داعشيانو چې  کله وسله وال طالبان له يادې سيمې وشړل؛ د دوى هديره يې ويجاړه او قبرونه يې سوځولي دي."

 هغه څرګنده کړه، داعش ډلې هغه قبرونه هم ويجاړ کړي چې د طالبانو له لورې ترې چاپېره پنجرې تاو شوې وې او د زيارت په ډول جوړ شوي و.

ورته مهال د درزاب ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، خلک د داعشيانو د دغه عمل پر وړاندې غبرګون نه شي ښودلى.

 د يعقوب په مستعار نوم يوه کس وويل، دا لومړى ځل نه دى چې داعشيان هديرې ويجاړوي، دوى تېر کال د خواجه اشکارا زيارت او ترڅنګ يې ټول پراته قبرونه هم نړولي و.

 يعقوب وويل، د يادې ولسوالۍ په سيمو کې د بېلابېلو عقيدو خلک ژوند کوي، يو شمېر يې چې د داعش تر ولکې لاندې سيمو کې ژوند کوي؛ اړ دي چې د داعشيانو فکر چې سلفيان دي؛ پيروي کړي او دغه راز د شافعي او حنفي مذهب خلک هم موجود دي، چې د داعش پر وړاندې غږ نه شي پورته کولى او د قبرونو د ويجاړولو مخنيوى نه شي کړلى.

 نوموړي څرګنده کړه: "زه په خپله هم د دې شاهد يم چې داعشيانو د حُلقاني په کلي کې قبرونه ونړول او ويل يې چې د قبرونو پر ځاى اډه جوړوي."

 د درزاب ولسوالۍ سرپرست بازمحمد داور وويل، داعشيانو د مغل او حُلقاني په کليو کې ټول قبرونه سوري کړي او دغه راز هغه کټارې چې د خلکو له لوري پر قبرونو جوړې شوې وې؛ نړولې او ځينې قبرونه يې سوځولي چې خلک د دوى پر وړاندې غبرګون نه شي ښودلى.

 هغه زياته کړه، په دغو سيمو کې اوسمهال ډېر کم خلک پاتې شوي او دوى د ژوندي پاتې کېدو په موخه داعشيانو ته څه نه شي ويلى، داعشيانو دغه راز دوه ستره هديرې چې د سيمې د خلکو مړي پکې خاورو ته سپارل شوي؛ سوځولې او دغه کار د داعش ډلې په منځ کې د عربي او بهرنيو حکامو په امر ترسره کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement