د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د ملا رسول ډله: نړيواله ټولنه دې د ايران له خوا د سوريې جګړې ته د افغانانو دلېږد مخه ونيسي

د ملا رسول ډله: نړيواله ټولنه دې د ايران له خوا د سوريې جګړې ته د افغانانو دلېږد مخه ونيسي

Nov 19, 2017 - 12:55

کابل (پژواک، ٢٨ لړم ٩٦) : د طالبانو د ملا رسول ډلې له نړيوالې ټولنې او اسلامي کنفرانس  څخه وغوښتل چې دايران له خوا دعراق او سوريې جګړو ته دې د افغانانو دلېږلو مخه ونيسي.

د يادې ډلې له خوا د لړم په ٢٨مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ايران  دغه کار  غندي  او  ايران غير اسلامى او غيرانسانى نه توجيه کونکى بشرضد عمل کوي.

د طالبانو يادې ډلې پر نړيوالې ټولنې او د اسلامي هېوادونو سازمان  پر اسلامي کنفرانس غږ کړى چې د ايران د دغه ناوړه عمل مخه ونيسى .

د ملا رسول ډلې ويلي، د ايران حکومت د افغانستان په مختلفو ولايتونو او کابل کې د جلب او جذب مرکزونه جوړ کړي او د فاطميون ډلې ترچتر لاندې يې لومړى ايران ته استوي او له هغه ځايه يې وروسته بيا سوريې، عراق او نورو هېوادونو ته د جنګ لپاره لېږي.

دسرچينې د معلوماتو له مخې، ګن شمېر افغانان په دغو هېوادونو کې وژل شوي، خو تر اوسه يې د قبرونو په اړه هم چاته معلومات نشته.

په خبرپاڼه کې راغلي : " د ايران داعمل د کرکې اونفرت په معنا ده، موږ  يو ځل بيا پر ولس غږ کوو  چې د ايران ددغه کرغېړن عمل مخه ونيسى."

د يادونې ده چې  په سوريې او عراق کې په سلګونو افغانان چې د جنګ لپاره استول کيږي  وژل شوي دي.

راپورونه وايي چې ايران دوى ته د نورو امتيازاتو ترڅنګ د مياشتې ٥٠٠ ډالر معاش هم و رکوي.

د افغانستان حکومت او ملي شورا هم ددې کار پر ضد غبرګونونه ښودلي دي.

په کابل کې دايران سفارت تراوسه په دې اړه څه نه دي ويلي  .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement