د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د نابينايانو د کرکټ ولايتي سيالۍ د کونړ په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د نابينايانو د کرکټ ولايتي سيالۍ د کونړ په اتلولۍ پای ته ورسېدې

Nov 19, 2017 - 16:08

جلال اباد (پژواک، ۲۸ لړم ۹۶): په ننګرهار کې د نابينايانو د کرکټ سيالۍ د کونړ د نابينايانو د لوبډلې په بريا سره پای ته ورسېدې.

دا پنځوس اوريزې لوبې چې د ننګرهار، کونړ او بلخ ولايتونو د نابينايانو لوبډلو تر منځ په جلال اباد ښار کې پيل شوې وې، د درې واړو لوبډلو تر منځ په کې له تېرو څلورو ورځو راهيسې د تمريناتي لوبو په ګډون اته سيالۍ ترسره شوې.

يادې سيالۍ د ننګرهار د نابينايانو ټولنې له خوا پلان شوې وې چې د سويډن کمېټې په تخنيکي او د افغان کُنکټ په نوم د يوې ادارې له خوا يې مالي ملاتړ شوی دی.

په ختيځ کې د سويډن کمېټې د معلولينو برخې مشر فريدالله مشفق پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا سيالۍ د ننګرهار، لغمان او بلخ ولايتونو د درېيو لوبډلو تر منځ وې چې او په ټولو لوبډلو کې ۳۹ نابينا لوبغاړو برخه اخيستې وه.

هغه زياته کړه، له يادو سياليو هدف د ټولنې نورو خلکو ته دا ښودل دي چې نابينايان ناتوانه نه دي او د هر کار توان لري.

ننګرهار کې د نابينايانو ټولنې مشر فضل غني بشردوست وويل چې د نابينایانو د کرکټ سيالۍ او لوبې په ۲۰۱۲ کال کې د سويډن کمېټې په مالي ملاتړ پيل شوې او اوس دومره توانېدلي چې دوی خپلو سياليو ته نور ملاتړي هم پيدا کړي.

د نوموړي په يونا، تر اوسه ورسره د افغانستان کرکټ بورډ ادارې هېڅ همکاري نه ده کړې او د دوی د بيا بيا غوښتنو تر څنګ يې هم يوازې د دوی له لوبو ليدنه هم نه ده کړې.

نابينا لوبغاړي هم خوښ دي، چې ورته د لوبو کولو او خپلې وړتيا ښودلو چانس په لاس ورغلی دی.

د بلخ ولايت د نابينايانو د کرکټ لوبډلمشر احمد جاوېد رادمرد وايي، ډېر خوښ دی چې نابينا سترګې يې د پرمختګ مانع نه ګرځي او د خپلو هيلو د پوره کولو لپاره له مزاره تر جلال اباد ښاره راغلی دی.

د يادولو ده، د نابينايانو د کرکټ لوبډلې تر څنګ د معلولينو د کرکټ لوبډله هم موجوده ده چې هغوی هم تر ډېره د کرکټ بورډ له نه همکارۍ شکايت لري.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement