د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په شمال زون کې د ماشومانو پر حالت اندېښنه وښودل شوه

په شمال زون کې د ماشومانو پر حالت اندېښنه وښودل شوه

Nov 20, 2017 - 19:19

مزارشريف (پژواک ۲۹لړم ۹۶): د شمال زون د بشر حقوقو خپلواک کميسيون په دغه زون کې د ماشومانو پر حالت اندېښنه وښوده.

د دغه کميسيون له خوا د لړم په ۲۹مه، د ماشوم نړيوالې ورځې په تړاو غونډه جوړه شوې وه.

د کمېسون مسوول قاضي سيدمحمد سامع د غونډې په څنډه کې رسنيو ته وويل، چې په شمال زون کې د ماشومانو حالت له هراړخه له ستونزو او ګواښ سره مخامخ دی.

نوموړي زياته کړه، د دغه زون ماشومان نه يواځې په ټولنيزه توګه له فقر او سختو کړاوونو سره مخامخ دي، بلکې په جګړه کې ترې هم کار اخيستل کېږي.

د هغه په وينا، په دې وروستيو کې په معلومه شوې چې د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې اتلس کلن ماشومان هم جذب کړای شوي دي.

سامع همداراز د دولت مخالفين هم ياد کړل چې له پخوا له ماشومانو څخه د جګړې د اسبابو په توګه کار اخلي.

بلخوا د بلخ مدني فعالان وايي، دولت بايد د ماشومانو حقوقو ته پاملرنه وکړي.

مدني فعال احمد جاويد وويل، افغان ماشوم له دې سخت حالت سره نور نه شي مخامخ کېدی، چې د جګړې اسباب ترې جوړ شوي دي.

نوموړي زياته کړه، که دولت پاملرنه ونه کړي، نو له دې اړخه د افغانستان راتلونکی له ستر ګواښ سره مخامخ دی.

يادې غونډې ته راغلو ماشومانو هم وغوښتل چې ماشومانو ته بايد پاملرنه وشي.

لس کلنې کلثوم له دولت او مخالفينو دواړو وغوښتل، چې پر ماشومانو دې جنګ نه کوي.

د بشر حقوقو خپلواک کمېسون مسوولين وايي، په شمال زون کې د هغو ماشومانو حالت هم د اندېښنې وړ دی، چې د کورنيو له فقر، بې روزګارۍ او مشر نه لرلو له امله په کړاو ژوند تېروي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement