د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د لوګر په بره کي برک کې د یوه قوماندان په ګډون اته طالبان وژل شوي

د لوګر په بره کي برک کې د یوه قوماندان په ګډون اته طالبان وژل شوي

Nov 21, 2017 - 12:42

پل علم (پژواک، ٣٠ لړم ٩٦): د لوګر په بره کې برک ولسوالۍ کې د يو قوماندان په ګډون اته وسله وال طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې يې هم له منځه وړل شوې دي.

د لوګر د والي وياند سليم صالح د لړم په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ افغان امنيتي ځواکونو د بره کي برک ولسوالۍ په تنګي سيمه کې پر يو کور عمليات کړي دي.

هغه وايي چې په دغو عملياتو کې د قوماندان ملا ګل اغا په ګډون اته طالبان وژل شوي او يو شمېر وسلې او مهمات يې له منځه وړل شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په دې عملياتو کې زموږ سرتېرو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې او د دغه ګروپ په له منځه تلو سره به په سيمه کې امنيت ډېر ښه شي.))

دغه راز د تنګي سيمې اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې امنيتي ځواکونو  په يو کور عمليات کړي او څو کسان يې وژلي دي.

ده وويل چې جګړې څو ساعته دوام وکړ کېداى شي امنيتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې وي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

بره کي برک د پل علم سوېل ته په ١٨ کيلومترۍ کې پرته ولسوالۍ ده چې د دغه ولايت له نا امنو سيمو څخه ګڼل کېږي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement