د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

امريکا او روسيې د طالبانو او داعش پر ضد په ګډې مبارزې موافقه وکړه

امريکا او روسيې د طالبانو او داعش پر ضد په ګډې مبارزې موافقه وکړه

Nov 22, 2017 - 15:20

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه، ٩٦): د امريکا او روسيې ولسمشرانو د طالبانو او داعش په ګډون د ټولو ترهګرو ډلو پر ضد په ګډې مبارزې موافقه وکړه.

له سپينې ماڼۍ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر ټرمپ د روسيې ولسمشر پوټين سره يو ساعت ټيلېفوني خبرې کړې دي.

سرچينې زياته کړې،دواړو مشرانو د سوريې د شخړې د هواري په اړه د ملګرو ملتونو له مصوبو ملاتړ او پر عملي کولو يې ټينګار وکړ.

په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه راز دواړو مشرانو په منځني ختيځ او مرکزي اسيا کې د ترهګرو پر ضد په ګډې مبارزه ټينګار کړى .

سپينې ماڼۍ دغه راز ويلي، دواړو ولسمشرانو د داعش، القاعدې، طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر ضد هم پر مبارزې تاکيد وکړ.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دواړو لوريو د اوکراين او شمالي کوريا د شخړو پر هواري هم خبرې اترې کړې دي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement