د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ننګرهار کې د لويې جرګې جوړېدو په ملاتړ ولسي غونډه وشوه

ننګرهار کې د لويې جرګې جوړېدو په ملاتړ ولسي غونډه وشوه

Nov 22, 2017 - 15:39

جلال اباد (پژواک،دليندۍ لومړۍ نېټه ۹۶): ننګرهار کې سلګونه کسانو د يوې غونډې پرمهال د ملي يووالي حکومت په ژمنو کې پاتې راغلی ياد وباله او د لويې جرګې د جوړېدو ملاتړ يې وکړ.

دوی د ليندۍ په لومړۍ نېټه د دغې غونډې پرمهال د خپلو ستونزو يادونه هم وکړه او ټينګار يې وکړ چې په لويه جرګه کې دې د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت سياسي مخالفينو ته هم ونډه ورکړل شي.

د غونډې تنظيمونکي او د ولسمشرۍ ټاکنو پرمهال د ولسمشر اشرف غني د ختيځ زون د کمپاين مشر احسان الله کامه وال د ملي يووالي حکومت ختيځو ولايتونو سره د مور ميرې پر چلند تورن کړ.

هغه زياته کړه : ((په حکومت کې زموږ ونډه نشته، د تورخم اقتصادي لاره يې راباندې بنده کړه، نا امني په کې اوج ته ورسېده،د ناامنۍ پروژې دلته پلې کېږي او د رغونې پروژې نورو ولايتونو ته وړل کېږي.))

دی وايي،د هېواد ډېرې برخې ناامنه شوي، ستونزې ډېرې شوي او د حل لپاره يې يوازېنۍ  لاره د لويې جرګې جوړېدل دي.

کامه وال غوښته وکړه چې لويه جرګه دې جوړه شي او د جوړېدو ځای دې ورته ننګرهار وټاکل شي.

په غونډه کې د ديني عالمانو په استازيتوب مولوي عبدالحق مجاهد خبرې وکړې او نا امني يې په هېواد کې تر ټولو ستره ستونزه وبلله.

مجاهد زياته کړه: ((ناامني پوره اوج ته رسېدلې، ديني عالم مو خوندي نه دی، معلم مو خوندي نه دی، ډاکټر مو خوندي نه دی، د ښوونځي شاګرد مو خوندي نه دی، کور مو په بمونو الوځول کېږي، روغتون مو بمبار کېږي.))

هغه په جرګه کې د طالبانو د حضور غوښتونکی هم شو او دغه راز يې ټينګار وکړ چې ټولو سياسي مخالفو ډلو او ګوندونو ته بايد په جرګه کې ځای ورکړل شي.

د لغمان د قومونو په استازيتوب محمد انور ساپي وويل، لويه جرګه د ولس حق دی او دغه جرګه بايد د ولس د ستونزو د حل په خاطر جوړه شي.

ننګرهار کې د عرب قوم په استازيتوب رحيم الله عرب خبرې وکړې او اوسنی حکومت يې د خپلو اوامرو په پلي کولو کې هم په پاتې راتلو تورن کړ.

هغه وويل: ((د ولسمشر امر والي نه مني، د والي ولسوال، د وزير رييس او د رييس مامور؛ نو داسې يو نظام به څه مشروعيت ولري؟ ځکه خو موږ د لويې جرګې جوړېدو غوښتونکي يو.))

په غونډه کې د کابل ولايت د سروبي ولسوالۍ او دغه راز د کابل مېشتو هوتخېلو او ترخېلو قومونو استازو هم ګډون کړی وو او د خبرو پرمهال يې د لويې جرګې د تاييد ترڅنګ د هغې د جوړېدو غوښتنه وکړه.

په هيواد کې د لويې جرګې د جوړېدو غږ لومړی پخواني ولسمشر حامد کرزي پورته کړ چې اوس يې په ځينو سيمو کې پر ملاتړ غونډې ترسره کيږي.

ولسمشر غني د يو فرمان له مخې په دا ډول غونډو کې د دولتي مامورينو د موجوديت په تړاو يو فرمان هم صادر کړی چې د ګوښه کېدو لارښوونه يې شوې ده.

که څه هم تر دې وړاندې ننګرهار کې د دولت ضد دا ډول غونډو کې ګڼ شمېر دولتي مامورين ليدل کېدل؛ خو نننۍ غونډه تر ډېره له دغې خبرې خالي وه.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement