د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په ٧ ولايتونو کې د رايې ورکونې سلګونه مرکزونه تاييد شول

په ٧ ولايتونو کې د رايې ورکونې سلګونه مرکزونه تاييد شول

Nov 22, 2017 - 19:49

کابل (پژواک، د ليندۍ لومړۍ نېټه٩٦): د ټاکنو خپلواک کمېسيون په ډاګيزه غونډه کې د هېواد په ٧ ولايتونو کې د رايې ورکونې ١٤٠٨مرکزونه تصويب کړل.

په هغې غونډه کې چې نن په کابل کې د ١٠ ولايتونو د رايې ورکونې د مرکزونو د تصويب لپاره جوړه شوې وه، د ټاکنو د خپلواک کمېسيون ځينو غړو، مدني فعالينو او د ټاکنو د څارونکو ارګانونو استازو په کې برخه اخيستې وه.

د ټاکنو د خپلواک کميسيون مرستيالې وسيمې بادغيسۍ وويل، د پکتيا، پنجشير، خوست، ننګرهار، کاپيسا، ميدان وردګو، کندهار، پکتيکا، هرات او بادغيس په ګډون په ١٠ولايتونو کې د رايې ورکونې مرکزونه چې په دې وروستيو کې بيا ځلي ارزول شوي دي، نن وڅېړل شول.

د نوموړې په وينا، په دې غونډه کې د بادغيس، پکتيا، پنجشير، خوست، کاپيسا، ميدان وردګو او هرات په شمول د ٧ولايتونو د رايې ورکونې ١٤٠٨مرکزونه تصويب شول؛ خو په کندهار، پکتيکا او ننګرهار ولايتونه بلې غونډې ته وځنډول شول.

نوموړې زياته کړه: "د کندهار او ميدان وردګو ولايتونو څخه چې له پخوانۍ ناستې څخه پاتې وو، نن يواځې د ميدان وردګو ولايت تصويب شو؛ خو کندهار بيا هم رد او په ورپسې غونډه کې به يې په اړه پرېکړه وشي. "

دا په داسې حال کې ده چې په پخوانيو دوو ناستو کې له څېړنې وروسته د ١٦ولايتونو د رايې ورکونې مرکزونه تصويب شوي او ټاکل شوې ده چې د ١١نورو ولايتونو په اړه به په بله غونډه کې پرېکړه وشي.

د ټاکنون خپلواک کمېسيون د ١٣٩٧کال د چنګاښ ١٦مه د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو ورځ ټاکلې ده.

له بلې خوا د افغانستان د رڼو ټاکنو بنسټ د ټاکنو لپاره د چمتووالي د نه شتون له امله اندېښنه په ډاګه کړې او ادعا يې کړې چې ولسمشر او د حکومت اجرائيه رييس ته نږدې کسان هڅه کوي ټاکنې ترسره نه شي.

که څه هم چې د ټاکنو د څارونکو ارګانونو، سياسي ګوندونو او بهيرونو له خوا د رايې ورکونې د مرکزونو د امنيت، بوديجې او رڼو ټاکنو او د ټاکنو ترسره کېدو د وخت په اړه اندېښنې مطرح شوې دي؛ خو حکومت ټينګار کوي چې د دې کار لپاره يې چمتووالى نيولى او ټاکنې به په ټاکلې نېټه ترسره شي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement