د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

"حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو وېره ونه لري"

"حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو وېره ونه لري"

Nov 23, 2017 - 16:03

 

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د افغانستان د واليانو ټولنه د هېواد د قضيو د حل لپاره د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو غوښتونکې ده او وايي چې دغه جرګه د بېلابېلو بهيرونو له خوا د مطرح شوو نورو وړانديزو په پرتله  رغوونکى رول لري.

لويه جرګه، د هېواد د قومي او سياسي شخصيتونو او مشرانو تر ټولو ستره غونډه ده او د افغانستان د بحراني حالاتو په اړه تشکيل شوې ده. دغه دوديزه جرګه چې په افغانستان کې ډېره مخينه لري، په ډېرو مواردو کې د پاچا يا ولسمشر له خوا رابلل شوې چې انتخابي او انتصابي غړي لري.

خو اوس دوديزه لويه جرګه قانوني او حقوقي مقام نه لري؛ ځکه لويه جرګه د هېواد د اساسي قانون په ١١٠مه ماده کې چې په ١٣٨٢ کال د لويې جرګې له خوا تصويب شو، تعريف شوې ده.

په ياده ماده کې راغلي چې لويه جرګه د افغانستان د خلکو د ارادې تر ټولو ستره څرګندويه ده. لويه جرګه د ملي شورا له غړو، د ولايتي او ولسواليو شوراګانو له مشرانو څخه جوړه ده.دغه راز په ياد ماده کې راغلي چې وزيران، د سترې محکمې او لويې څارنوالۍ مشران او غړي د لويې جرګې په ناستو کې د رايې له حق پرته ګډون کولاى شي.

د افغانستان د واليانو ټولنې مشر عبدالجبار تقوا چې پخوا يې د کابل او تخار د والي په توګه دنده ترسره کړې، نن په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل چې په اوسنيو شرايطو کې د اساسي قانون دودويزه لويه جرګه چې لا هم د ولسواليو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوې، ناشونې ده.

د هغه په وينا، له يوې خوا د ملي يووالي حکومت د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو ترسره کېدو او د اساسي قانون لويې جرګې د جوړېدو په اړه خپلې ژمنې نه دي عملي کړې او له بلې خوا د هېواد امنيتي، سياسي او اقتصادي وضعيت هم خراب شوى دى.

د هغه په وينا، د دې ستونزې د حل لپاره ځينو سياسي بهيرونو وار له مخې د ولسمشريزو ټاکنو ترسره کېدو، د لنډمهال حکومت جوړېدو، د حکومت د مشرانو استعفا او د دوديزې لويې جرګې ترسره کېدو په څېر وړانديزونه کړي دي.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد له دغو څخه يوه لاره انتخاب کړي.

تقوا د دوديزې لويې جرګې ترسره کېدل تر ټولو رغوونکې ټاکنه وبلله او ويې ويل: "د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو څخه زموږ موخه، د نظام پرځېدل نه دي، بلکې نظام ته مشروعيت ورکول دي؛ زموږ موخه د جګړې بندېدل، سوله راوستل او تر يوه چتر لاندې د ټولو قشرونو راټولېدل دي او دوديزه لويه جرګه کولاى شي چې ټول تر يوه چتر لاندې راټول کړي."

تقوا وويل چې دوديزه لويه جرګه تر ټولو غوره انتخاب و او دى؛ ځکه په دوديزه لويه جرګه کې پر اغېزناکو شخصيتونو، حقوقپوهانو او د مدني ټولنې پر استازو سربېره د دولت وسله وال مخالفين هم ګډون کولاى شي.

هغه زياته کړه چې حکومت بايد د دوديزې لويې جرګې له جوړېدو څخه وېره ونه لري؛ ځکه دغه جرګه نظام ته د مشروعيت ورکولو په موخه جوړېږي او حکومت بايد د نظام د پياوړتيا او ټينګښت په لړ کې کار وکړي.

هغه ادعا وکړه چې د مشرانو جرګې انتصابي غړى شېرمحمد اخندزاده او د ولسمشر سلاکار احمدالله عليزى ځکه له خپلو دندو څخه لرې شول چې د دوديزې لويې جرګې د جوړېدو غږ يې پورته کړى و.

هغه وويل: "حکومت د څو تنو په ګوښه کېدو سره د ملت غږ نه شي غلى کولاى."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د روان کال د تلې په ٢٠مه نېټه وړانديز وکړ چې له اوسنيو ستونزو څخه د هېواد د وتلو لپاره دې دوديزه لويه جرګه جوړه شي.

هغه ويلي وو چې په دې جرګه کې بايد د طالبانو په شمول  د افغانستان ټول قشرونه  ګډون وکړي او له اوسنيو ستونزو څخه د وتلو لپاره دې د حل لارې پيدا کېدو په اړه دې بحث وکړي.

هغه ټينګار کړى وو چې په هېواد کې سولې او امنيت ته د رسېدو لپاره د دوديزې لويې جرګې ترسره کېدو ته اړتيا ده.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement