د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

چارواکي: داعش په اچين کې له خپلو ١٥ غړو سرونه پرې کړي

چارواکي: داعش په اچين کې له خپلو ١٥ غړو سرونه پرې کړي

Nov 23, 2017 - 14:56

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٦): د  ننګرهار ولايت چارواکي وايي، داعش وسله والو په اچين ولسوالۍ کې له خپلو ١٥ غړو سرونه پرې کړي دي.

د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوګياني پژواک ته وويل، د اچين ولسوالۍ د مامندرې سرخ اب بازار سيمه کې تېره ورځ شاوخوا دوه بجې داعش وسله والو د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو ١٥ غړو سرونه پرې کړي دي.

د خوګياني په وينا، په دې وروستيو کې د وسله والو مخالفينو تر منځ سخت اختلافات رامنځته شوي چې له امله يې خپلمنځي وژنې پيل کړې دي.

په ورته وخت کې د ننګرهار د ولايتي شورا غړي عبيد شينواري هم تاييد کړه چې پرون د مامنددرې په سيمه کې داعش ډلې د خپلمنځي اختلافاتو له امله د خپلو پنځلسو غړو سرونه غوڅ کړي دي.

هغه پژواک ته وويل، د وژل شوو کسانو د هویت په اړه نور معلومات نشته.

داعش ډلې په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement