د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

خلک: اچين ولسوالۍ کې د داعش د اکمالاتو مخه نه ده نيول شوې

خلک: اچين ولسوالۍ کې د داعش د اکمالاتو مخه نه ده نيول شوې

Nov 25, 2017 - 11:30

جلال اباد (پژواک، ۴ لړم ۹۶): د ننګرهار د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې لا هم په دې ولسوالۍ کې داعش ډلې ته د اکمالاتو مخه نه ده نيول شوې چې له امله يې دغه ډله ورځ تر بلې د بيا قوي کېدو خواته روانه ده.

د اچين ولسوالۍ اوسېدونکي د يوې غونډې په ترڅ کې پژواک خبري اژانس سره خپلې ستونزې شريکې کړې او ويې ويل چې حکومت د داعش پر ځای ملکي خلکو ته د خوراکي توکو پر لېږد بنديز لګولی دی.

د ننګرهار والي هم مني چې داعش ډلې ته د اکمالاتو مخنيوی نه دی شوی، خو وايي، داعش د پولې له هغې غاړې تمويلېږي؛ ځکه يې مخنيوی ستونزمن دی.

د اچين ولسوالۍ قومي مشر ملاجان شينواری وايي، داعش ډلې ته لا هم د مامنددرې له لارې د وسلو، مهماتو او خوراکي توکو اکمالات کېږي، خو ولايتي اداره او امنيتي ارګانونه يې مخنيوی نه کوي.

هغه وايي، دوی دا موضوع له ولسوال، امنيه قوماندان او والي سره شريکه کړې ده، خو هغوی د دې پر ځای چې داعش ته د اکمالاتو مخه ونيسي پر ځايي خلکو يې خوراکي توکي بند کړي دي.

نوموړي زياته کړه: ((داعش ته د مامنددرې له لارې اکمالات کېږي. دوی ولسوالۍ کې ورته پاټکونه اچولي او ها خوا سيمو ته چې څوک خوراکي توکي وړي ورته يې نه پرېږدي، وايي دا داعش ته وړل کېږي.))

د اچين ولسوالۍ دغه قومي مشر وايي، که د حکومت بې غوري همداسې دوام وکړي، نو له يوې خوا به داعش بيا غښتلی شي او له بلې خوا به ولس هم له اړې ورځې د داعش ليکو ته واوړي.

د اچين ولسوالۍ د ځوانانو شورا مشر ظاهر شاه شينواري وويل، له تېر يوه کال راهيسې هلته عمليات پيل شوي، ډېرې سيمې يې له داعشه نيولې خو د ولس لاسنيوی نه دی شوی.

هغه اندېښنه وښوده، که وضعيت همداسې دوام وکړي، نو شونې ده چې ډېر ځوانان له داعش او نورو وسله والو ډلو سره يو ځای شي.

د اچين دغه اوسېدونکی وايي: ((داعش ډلې ته د اکمالاتو مخه نه نيول کېږي او ولس باندې يې دوړه (اوړه) بند کړي دي. ولس مجبورېږي چې داعش ته ولاړ شي.))

د اچين ولسوالۍ د ده سرک سيمې يو بل اوسېدونکی شمس الحق وايي، که حکومت توجه ونه کړي، نو ښايي ګڼ ځوانان د وسله والو ليکو ته جذب شي.

دی وايي، ځوانانو ته د کار زمينه نه ده برابره، ښوونځي ړنګ شوي، روغتيايي اسانتياوې نشته او کورونه يې هم په جګړو کې ويجاړ شوي، خو حکومت هېڅ توجه نه کوي.

هغه تر ډېره داعش ډلې ته د اکمالاتو پر مخنيوي ټينګار درلود او اندېښنه يې دا وه که د داعش د اکمالاتو مخنيوی ونه شي، نو بيا به دغه ډله اچين کې واک ته ورسېږي.

په همدې حال کې د ننګرهار والي محمد ګلاب منګل مني چې داعش ډلې ته لا هم اکمالات روان دي، خو وايي، دغه چاره له پولې هغې غاړې کېږي.

نوموړي پژواک ته وويل: ((دا ښکاره خبره ده چې د داعش په شمول د ټولو وسله والو ډلو د تمويل، تجهيز او وسلو مرکزونه له پولې هغې غاړې دي او دلته د جګړې لپاره راځي. دا کار پخوا هم کېده، اوس هم کېږی او بيا به هم دوام لري.))

خو د ننګرهار والي د پاکستان په شمول له ټولو ګاونډيو هېوادونو وغوښتل چې د داعش او نورو وسله والو ډلو تمويل او تجهيز دې پرېږدي.

د هغه په خبره د دغو هيوادونو له تمويل او تجهيز څخه په افغانستان کې بل شوی او بلېدونکی اور به د هغوی هېوادونه هم وسوځوي.

که څه هم تر دې وړاندې په ځلونو افغان حکومت او نړيوالې ټولنې پاکستان د وسله والو ډلو په تمويل او تجهيز تورن کړی، خو دغه هېواد تل په دې برخه کې د کره شواهدو غوښتو خبره کړې ده.

نښه: 

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement