د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر د غوراوي مخکېنۍ کمېټې د کار د پیل په اړه حکم صادر کړ

ولسمشر د غوراوي مخکېنۍ کمېټې د کار د پیل په اړه حکم صادر کړ

Nov 25, 2017 - 19:02

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٦): ولسمشر محمداشرف غني د ټاکنو خپلواک کمېسیون د غوراوي مخکېنۍ کمېټې د کار د پیل په اړه حکم صادر کړی دی.

له ارګ څخه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د ملي پروسې په توګه د ټاکنو ارزښت ته په کتو او د هغو د غوره ترسره کولو په خاطر وړ او تجربه لرونکو کسانو ته اړتیا ده او دا چې د پاتې نوماندانو له نوملړ څخه په شرایطو برابر کس د ټاکنوخپلواک کمېسیون غړیتوب ته ونه ټاکل شو، د ملي یووالي حکومت رهبري تصمیم ونیوه چې د غواروي کمېټې د کار د پیل په موخه حکم صادر کړي.

په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر د ټاکنو قانون د ۱۳ مادې د صراحت مطابق د یاد کمېسیون د کمبود غړي د ټاکلو په خاطر، لارښوونه وکړه چې د غوراوي کمېټې مخکېني غړي د دې حکم د صادرېدو له نېټې څخه خپل کار پیل کړي.

په دې حکم کې راغلي چې یاده کمېټه دې خپل اجراات د ټاکنو قانون او اړوندو طرزالعملونو د حکمونو مطابق تنظیم کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement