د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

ولسمشر غني : د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى د ټولو مسووليت دى

ولسمشر غني : د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى د ټولو مسووليت دى

Nov 25, 2017 - 16:56

کابل(پژواک، ۴ ليندۍ ۹۶): ولسمشر محمد اشرف د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوی د حکومت، ديني علماوو او مدني فعالانو دنده بللې او ټينګار يې کړى چې ټول بايد ددې پديدې د مخنيوي په برخه کې خپله اسلامي او انساني دنده تر سره کړي.

ولسمشر دا څرګندونې په هغه پيغام کې کړې دي چې نن د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي د نړيوالې ورځې په مناسبت رسنيو ته استول شوى دی.

هر کال د نومبر پنځه ويشتمه د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي د مخنيوي نړيواله ورځ په هېواد کې نمانځل کېږي.

ولسمشر د دې ورځې په مناسبت ويلي :"له دې سره سره چې انسانانو د تمدن له پلوه ډېر پرمختګ کړى خو لا هم د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالي نه دى له منځه تللي، دغه پديده ډېر لاملونه لري او زرګونه ښځې او نجونې يې قرباني  شوي او د ډېرو ژوند يې له تيارو سره مخ کړى دى."

 هغه د ښځو پر وړاندې تاوتريخوالى د بشري ټولنې يوه ستره ستونزه بللې او زياتوي چې د اسلام دين او د افغانستان اساسي قانون اجازه نه ورکوي چې له ښځو سره زور زياتى وشي.

خو ولسمشر غني زياتوي:"په عمل کې وينو چې دغه بدمرغه پديده اوس هم د يوې ساري ناروغۍ په څېر زموږ په کليو، ښارونو، کورونو او کارځايونو کې موجوده ده او د اجتماعي ژوند د بهترۍ په لاره کې د خنډ سبب کېږي."

هغه وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړل زموږ ټولو ديني، ملي او اخلاقي وجيبه ده چې د له منځه وړولو په موخه يې ګټور ګامونه اوچت شي.

د ده په وينا، لومړی بايد د عامه پوهاوي کچه لوړه شي، د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په اړه بايد خبرې تر هغې تکرار شي تر څو ټول دغه کار د يو مسلم امر په توګه ومني.

ولسمشر وايي، د ښځو د تاوتريخوالي د مخنيوي په موخه بايد روزنه ورکړل شي او په درسي کتابونو کې کوم مضامين چې د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي په اړه شته بايد د يوې بدې پديدې په توګه يې غندنه وشي.

د ده په وينا، ښځې د نارينه په څېر له ورته حقونو برخمنې دي چې له فکري او جسمي پلوه بايد پوره امنيت ولري او د ښځو د وړتياوو د رشد په برخه کې هېڅ ډول خنډونه بايد وجود ونه لري.

ولسمشر وايي:" تاوتريخوالى يواځې فزيکي ناوړه کار نه دی، بلکې د جنيست په اړه هره تبعيض اميزه کړنه لکه په ټولنه کې مېرمنې څنډې ته کول، له قانوني حقونو بې برخې کول او له جسمي او روحي پلوه پر مېرمنو د سختو شرايطو راوستل هم تاوتريخوالی دی."

د ده په وينا، په افغانستان کې هغه مهال له ستونزو خلاصی موندل کېدى شي چې ښځو ته د انسان په توګه کتل پياوړی شي، کرامت او شرافت يې په رسميت وپېژندل شي، په هېواد کې د تاوتريخوالي فرهنګ ورک او د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي هېڅ نښه ونه لېدل شي.

اشرف غني وايي، په هره ټولنه کې چې مېرمنې د کمزوري قشر په ټوګه  پېژندل کېږي له همدې امله ځپل کېږي، د زده کړو، کار، او له ټولو ديني او قانوني حقونو بې برخې کېږي چې هغه ټولنه له ديني او انساني ارزښتونو سره تطابق نه لري.

 ولسمشر وايي:" که څه هم د افغانستان په خلاف د ترهګرو د روانې تحميلي جګړې يوه ناوړه  نتيجه له ښځو سره تاوتريخوالى دى، خو له نېکه مرغه زموږ اساسي قانون دا زمينه مساعده کړې ده چې انساني حقونو ته تر پخوا ډېره توجه وشي او له ښځو سره د تاوتريخوالي په مقابل کې مبارزه زور واخلي."

هغه زياتوي، اوس افغاني ټولنه په ټول قوت سره د انساني حقونو په برخه کې د اساسي قانون  د غوښتنو په لور په حرکت کې ده.

نوموړى وايي:" افغانستان د ښځو د حقونو نړيوال ميثاقونه، معاهدې او کنوانسيونونه لاسليک کړي دي او ځان د نړيوالې ټولنې د يوه غړي په حيث مکلف ګڼي چې د ښځو د انساني حقونو په برخه کې او په تېره بيا له خشونت سره د مبارزې په برخه کې په خپلو اسلامي، انساني او قانوني مکلفيتونو عمل وکړي."

د ده په وينا، د ملي يووالي د حکومت په تېرو درې کلونو کې د افغانستان قوانين د ښځو انساني حقونو ته په پام سره تدوين شوي دي.

ولسمشر وايي:" نن ورځ موږ د سترې محکمې په  چوکاټ کې له ښځو سره د تاوتريخوالي د دوسيو د تعقيب خاص ديوان لرو، دغه راز په لويه څارنوالۍ کې له ښځو سره د بې عدالتيو او تاوتريخوالي د مخنيوي لپاره يو ځانګړي معاونيت فعاليت کوي چې په مختلفو ولايتونو کې نماينده ګي لري."

دی وايي، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي مخنيوى د حکومت، ديني علماوو، مدني او انساني حقونو د مدافعانو ګډه دنده ده او اړينه ده چې د دې بدرنګې پديدې د مخنيوي په برخه کې خپله اسلامي او انساني دنده تر سره کړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement