د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د اروزګان ګيزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بند ښوونځي خلاص شوي

د اروزګان ګيزاب ولسوالۍ کې يو شمېر بند ښوونځي خلاص شوي

Nov 26, 2017 - 18:10

ترينکوټ ( پژواک، ۵ ليندۍ ۹۶): چارواکي وايي چې  د اروزګان په ګيزاب ولسوالۍ کې له تېرو څو مياشتو راهيسې ١٤ بابه ښوونځي د زده کوونکو پر مخ خلاص شوي دي.

خو دوى زياتوي، لا هم  د ښوونکو نشتون، د درسي کتابونو کمښت او د ښوونځيو لپاره د ودانیو نشتوالى هغه ستونزې دي، چې زده کوونکي ورسره مخ دي.

دغلته زده کوونکي او د کورنۍ مشران یې له مسوولینو څخه غواړي چې د پوهنې په برخه کې پاملرنه  زیاته کړي.

ګیزاب د اروزګان ولايت د مرکز په شمال لوېدیځ کې د ۷۵ کیلومتره واټن په لرې زالي سره هغه ولسوالۍ ده چې د دولت  له هر ډول پرمختګونو بې برخې او خلک یې له زیاتو ستونزو سره مخ دي.

په دغه ولسوالۍ کې د شهید فضل الحق د لېسې د اووم ټولګي زده کوونکى روح الله وايي،که څه هم دوی په دوامداره توګه د زده کړو لپاره راځي خو  ښوونکي  او  درسي کتابونه نه لري او د ښوونځیو لپاره ودانۍ هم نشته.

هغه پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه يې له مسوولينو څو ځله غوښتنه کړې چې ستونزې يې حل کړي،خو تر اوسه يې ستونزې نه دي هوارې شوي.

د ګيزاب ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى محمد قدیم وايي،  ددغې ولسوالۍ خلک له معارف سره زیاته مینه لري او خپل ماشومان په ډېره مينه ښوونځيو ته لېږي خو په ښوونځیو کې کتابونه نشته.

د ګیزاب ولسوالۍ د پوهنې امر نعمت الله اغا که څه هم یوشمېر ستونزې مني، خو وايي چې سږکال پر دې توانېدلي چې ۱۴ بند ښوونځي یوځل بیا د زده کوونکو پر مخ خلاص او هغوی ته د زده کړو زمينه برابره کړي.

د نوموړي په وينا، په ګیزاب کې دامهال ۷۹ ښوونځي شته چې د هغو له جملې څخه یې  ۶۰ فعال او  په زرګونو زده کوونکي په کې زده کړې کوي.

د پوهني امر وايي، لاهم په دغه ولسوالۍ کې لسګونه ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي يې تر شنه اسمان لاندې زده کړې کوي.

 نعمت الله اغا وويل ، دوی ټولې ستونزې تر  ولايتي مسوولينو رسولي او هغوی ورسره ژمنه کړې چې لاسرسی به ورته وکړي.

د اروزګان د پوهنې رييس احسان الله ناشر وايي، د ښوونځیو لپاره د ودانیو د نشت ستونزه نه يوازې په ګیزاب ولسوالۍ کې شته، بلکې د ټول ولايت ٤٥ سلنه ښوونځي ودانۍ نه لري.

د ناشر په وينا، د پوهني وزارت  پلان درلود چې په کلنۍ بودیجه کې د دوی لپاره د ښوونځیو د ودانیو پيسې منظوري کړي، خو د وروستیو نا امنیو له امله دوی وتوانېدل چې یوازې په مرکز ترینکوټ کې د دوو ښوونځیو لپاره د ودانیو د جوړېدو کار پیل کړي .

د پوهني رييس پژواک ته وويل، که امنیتې حالت ښه شي، نو د ښوونځیو لپاره به د ودانيو چارې پيل شي.

هغه وايي، په ډېرو سيمو کې د ښوونکو او کتابونو ستونزه هواره شوې ده .

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement