د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل پوهنتون رييس: د زهرا خاوري ځان وژنه جنايي قضيه ده

د کابل پوهنتون رييس: د زهرا خاوري ځان وژنه جنايي قضيه ده

Nov 26, 2017 - 17:07

کابل(پژواک، ٥ ليندۍ ٩٦): د کابل پوهنتون رييس وايي، په دې پوهنتون کې د يوې محصلې ځان وژنې ته په داسې حال کې سياسي رنګ ورکړل شوى چې دغه قضيه جنايي قضيه ده او په اړه يې څېړنې روانې دي.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي نن په کابل کې خبريالانو ته وويل  چې د دې پېښې په تړاو د جنايي، عدلي او قضايي ارګانونو څېړنې روانې دي او تر څېړنو وروسته به يې پايلې له خلکو سره شريکې کړي.

د خپرو شويو راپورونو له مخې، د کابل پوهنتون د وترنرۍ پوهنځي د پنځم ټولګي محصلې زهرا خاوري  د لړم په ۲۸ مه د کابل پوهنتون د نجونو په ليليه کې ځان وژنه وکړه.

د خاوري  خپلوان او ټولګيوال وايي، زهرا له دې امله ځان وژنه کړې چې د هغې مونوګراف څو ځله د لارښود استاد له خوا رد شوى دى. دغه راز ځينو کسانو ادعا کړې چې له زهرا خاوري سره تبعيض شوى دى.

د کابل پوهنتون رييس حميدالله فاروقي نن خبريالانو ته په دې اړه وويل : "د زهرا خاوري د ځان وژنې پېښه يوه جرمي او جنايي پېښه ده، په عدلي او قضايي ارګانونو کې د قانون او مقرراتو په رڼا کې څېړل  کېږي، د کابل پوهنتون او ځانګړې کمېټه ژمنه ده چې ياد ارګانونه خپلې لاسته راوړنې له موږ سره شريکې کړي."

دی وايي، له دې پېښې راورسته  کابل پوهنتون څېړنې پيل کړي او ژمنه کوي چې د زهرا دوسيه په جدي ډول وڅېړي؛ او ورسره د پوليسو او جنايي چارواکو کړنې هم و څاري.

هغه زياتوي:"د جنايي، عدلي او قضايي ارګانونو تر څنګ د کابل پوهنتون، لوړو زده کړو وزارت او د دې پوهنتون د محصلينو ګډه ځانګړې کمېټه هم جوړه شوې تر څو د پوليسو او جنايي کارکونکو کړنې په شفاف او بې پلوي ډول وڅاري."

د کابل پوليسو ويلي چې د دې پېښې د څرنګوالي او څېړنو په موخه د زهرا خاوري د مونوګراف لارښود استاد او د کابل پوهنتون د نجونو د ليليې امره يې نېولي دي.

فاروقي همدې ټکي ته په اشارې زياته کړه:"د کابل پوهنتون له دې سره سره چې د زهرا په مړينې غمجن دی او د خپلې کورنۍ غړې يې له لاسه ورکړې له بده مرغه د کورنۍ دوه نور غړي يې په زندان کې دي؛ ورسره يو شمېر کسانو او بنسټونه په دې هڅه کې دي چې دې پېښې ته سياسي، سمتي او ژبني بڼه ورکړي."

د کابل پوهنتون رييس د اعتراض کوونکو محصلانو له کړنو د ملاتړ تر څنګ له هغوی وغوښتل چې هېچا ته دې په دې قضيه کې  د سياسي مداخلې او ناوړه ګټه اخيستنې اجازه نه ورکوي.

دى وايي چې  د پوهنتون چارواکي به هم هېچا ته اجازه ورنه کړي چې له دې پېښې ابزاري سوء استفاده وکړي.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement