د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

په پروان کې د ترافيکي پېښې له امله١٢کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

په پروان کې د ترافيکي پېښې له امله١٢کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

Nov 26, 2017 - 15:12

چاريکار(پژواک،٥ليندۍ٩٦): د پروان ولايت په مرکز کې د يوې ترافيکي پېښې له امله ٧کسان مړه او ٥نور ټپيان شوي دي.

د پروان ولايت د ترافيکي پېښو مدير عبدالکريم پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا ١١بجې يو سراچه موټر(کرولا) چې د پروان له شينوارو ولسوالۍ څخه د کابل ښار پر لوري د حرکت په حال کې و، د پروان ولايت په مرکز رباط سيمه کې له هينو موټر سره چې له کابل څخه شمال ته روان و، ټکر شو.

د پروان د ترافيکي پېښو مدير وويل چې سراچه موټر چپه اشترنګ ددې پېښې د رامنځ ته کېدو لامل شوى او زياته يې کړه چې په دې پېښه کې درې مېرمنې، د موټر چلونکي او يوه ماشوم په ګډون درې نارينه مړه، دوه ماشومان او يوه مېرمن ټپيان دي.

خو د پروان د ملکي روغتون سرطبيب عبدالقاسم سنګين وويل، ياد شوي روغتون ته له دې پېښې څخه ٧ مړي او ٥ټپيان ور وړل شوي او د ټپيانو روغتيايي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

ورته راپورونه:


Download “Pajhwok” mobile App, on your smartphone to read and access latest news, features, interviews, videos and photos about Afghanistan.

   

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement