احمدشاه عرفانيار
Article Images

کابل (پژواک، ۱۹ وږی ۹۶): د کابل ښار د دويمې امنيتي حوزې اړوند د صديق عمر مارکېټ هټۍ والو د دغه مارکېټ په منځ کې د ښيښه يي جوړ شوي سالون په اړه اعتراض درلود او د هټۍ والو له لوري بېرته ړنګ کړی شو.
هارون صديقي چې د نورو هټۍ والو په استازيتوب يې... پاتې برخه

کابل (پژواک، ١٨ وږى ٩٦): ولسمشر محمد اشرف غني د ساینس او ټکنالوجۍ په اړه د اسلامي همکاریو سازمان په دوه ورځنۍ ناسته کې د ګډون په موخه نن قزاقستان ته ولاړ.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي، ولسمشر غني به په دغه سفر کې په یاده ناسته... پاتې برخه
کابل (پژواک، ١٨ وږی ٩٦): د شهید اوونۍ په مراسمو کې چې نن په کابل کې د لویې جرګې په خېمه کې د زرګونو کسانو په ګډون ترسره شول، پر ملي وفاق او د هېواد ټولو شهیدانو او د مجاهد مقام ته پر درناوي ټینګار وشو.
دغه اوونۍ نن (د وږي ۱۸مه) پیل شوه. د وږی... پاتې برخه

کابل (پژواک، ١٤ وږى ۹۶): افغانستان کې تېره مياشت ٢١٥ بريدونو کې د وړمې مياشتې په څېر څه باندې ٣٠٠٠ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او دغه شمېره د تېر کال د اګسټ مياشتې په پرتله لس سلنه لوړه شوې ده.
د روان ميلادي کال په تېره اګسټ مياشت کې د پژواک خبري... پاتې برخه

کابل(پژواک، ۱۲ وږى ۹۶): ولسمشر محمداشرف غني وايي چې په راتلونکو څلورو کلونو کې به شپږ ميليارده ډالره د افغانستان د هوايي ځواک پر پياوړتيا ولګېږي.
د ارګ له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په رارسېدلې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني د ختيځو... پاتې برخه
کابل(پژواک، ۱۲ وږی۹۶): امنيتي چارواکي وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو سيمو کې ۱۲ وسله وال مخالفين وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
د ملي دفاع وزارت له خوا پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، دغه ګډ پوځي عمليات په... پاتې برخه

کابل (پژواک، ۱۰ وږی ۹۶): د کابل په څرخي پله زندان کې بنديان وايي، زندان کې د عادي ورځو په پرتله د اختر شپې ورځې ډېرې په سختۍ تېرېږي؛ ځکه چې په اختر کې له کورنيو لرې والى يې غمونه نور هم ډېروي.
هغه زندانيان چې پر اعدام محکوم شوي، بيا وايي چې د مرګ... پاتې برخه

څلورم تعقيب- کابل (پژواک، ٧ وږی ٩٦): پوليسو کابل ښار کې له ننني ځانمرګي بريد سره د تړاو په شک يو تن نيولى او وايي چې په دغه بريد کې پنځه ملکي کسان وژل شوي او اته نور ټپيان دي.
دغه بريد چې مسووليت يې وسله والو طالبانو منلى، نن له غرمې مخکې شاوخوا... پاتې برخه

کابل (پژواک،٤وږى٩٦): د کورنيو چارو وزارت وايي، د کابل ښار په قلعه نجارا کې د "امام زمان" جومات پر لمونځ کوونکو د ځانمرګي بريد له امله د ٤ پوليسو په ګډون ٢٨کسان وژل شوي او د ٩ پوليسو په ګډون ٥٠ تنه ټپيان دي.
پرون (د جمعې ورځ، د وږي٣مه) له غرمې... پاتې برخه

کابل (پژواک، ۲ وږی ۹۶): ملي دفاع وزارت وايي، د افغانستان هوايي ځواک هومره پوځي الوتکې او چورلکې لري چې د اړتيا پر مهال يې ستونزې حل کولاى شي، خو د څلور کلن پلان له مخې به دغه ځواک ډېر پياوړى شي.
دا څرګندونې په هغې ناسته کې وشوې چې نن په کابل کې د... پاتې برخه